اٰیا محمد د ابراهیم او اسماعیل له نسل څخه وو؟
په اسلام کې، محمد په یو څه اندازه ځکه رښتینی نبي ګڼل کیږي چې هغه د ابراهیم او اسماعیل له نسل څخه دی. که څه هم الله قادر مطلق دی او د چا چې زړه غوښتل هغه یې ټاکلی شو، مګر هغه دا پرېکړه وکړه چې نبوت په ځانګړي ډول ابراهیم او د هغه اولادې ته ورکړي:
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِى ذُرِّيَّتِهِ ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلْكِتَـٰبَ .\[…]
او مونږ هغه ته اسحاق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده \[…]
– سورة العنکبوت ۲۹:۲۷ –
د “انبیاؤو پلار” (أَبُو الْأَنْبِيَاء، ابو الانبیا) په توګه، ابراهیم د نبوت د داسې یوې ونې په شان دی چې دوه څانګې لري—د اسحاق څانګه چې له هغې څخه د موسی، داؤد او عیسی غوندې پیغمبران راغلل، او د اسماعیل څانګه چې له هغې نه محمد راغلو.
کله چې ابراهیم او اسماعیل د اسلام له مخې کعبه جوړه کړه، نو هغوی په سورة البقره ۱۲۷-۱۲۹:۲ کې لاندې دعا وکړه:
وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَـٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ١٢٧
رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةًۭ مُّسْلِمَةًۭ لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ١٢٨
رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ١٢٩
او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زمونږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې
اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ايتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَيي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
– سورة البقرة ۲:۱۲۷-۱۲۹ –
ابراهیم او اسماعیل دعا وکړه چې الله دې د هغوی له اولادې څخه یو رسول راپیدا کړي. محمد د دې دعا د قبلېدو وسیله ګڼل کیږي ځکه چې د اسلام له مخې هغه د ابراهیم او اسماعیل دواړو له نسل څخه وو.
د حدیثونو تر ټولو مستند کتاب، صحیح البخاري، راپور ورکوي چې اسماعیل په مکه کې لوی شو او بلوغت ته له رسیدو وروسته یې د جرهم قبیلې له یوې عربې ښځې سره واده وکړ.
د خپل واده له لارې، اسماعیل د قریشو نیکه شو، هغه عرب قبیله چې محمد په مکه کې ورپورې تړاو درلود. له همدې امله، محمد یو ریښتینی رسول ګڼل کیږي، ځکه چې هغه د ابراهیم او اسماعیل له نسل نه وو.
مګر، ایا د تورات شواهد د دې ادعا ملاتړ کوي؟ څرنګه چې قرآن وایي چې تورات د پیغمبرانو د قصو تفصیلي تصدیق دی، موږ کولی شو حدیث د هغه څه سره پرتله کړو چې تورات یې د اسماعیل او د هغه د زامنو د ژوند په باره کې وایي.
که دا روایتونه سره سمون ولري، موږ دا ثابته کړې ده چې محمد د اسماعیل له نسل څخه وو، او له همدې امله د ابراهیم په نسب کې یو حق پیغمبر وو.
لکه څنګه چې موږ په تیر مضمون کې ولیدل، تورات وایي چې اسماعیل په کنعان کې لوی شوی وو، او له خپلې مور سره یوځای له کور څخه په ۱۶-۱۷ کلنۍ کې وتلی وو.
هاجره او اسماعیل دواړه د بئر سبع په صحرا کې سرګردانه ګرځېدل، چیرته چې په پای کې خدای هاجره کوهي ته په لارښوونې سره هغوی د تندې له مړینې وژغورل. بیا، د بئر سبع په صحرا کې له دې پیښې وروسته، موږ ته ویل کیږي:
۲۰ خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. ۲۱ هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
– د تورات شريف اول کِتاب ۲۱:۲۰-۲۱ –
د بئر سبع له صحرا څخه، اسماعیل د فاران صحرا ته لاړو، کومه چې په اوسني مصر کې د سینا په ټاپووزمه کې وه. هغه هلته لوی سړی شو. د حدیث برخلاف، اسماعیل له یوې عربې ښځې سره واده نه وو کړی، بلکې د مصر د خاورې له یوې ښځې سره یې کړی وو.
دا معقوله ده، ځکه ۱) مصر د فاران له صحرا څخه لرې نه وو (انځور ۱ وګورئ) او ۲) ځکه چې هاجره پخپله مصري وه. څرنګه چې هغه نور د ابراهیم په کورنۍ کې نه اوسېده، هغې په طبعي توګه د خپل قوم له خلکو څخه د خپل زوی لپاره د ښځې پلټنه وکړه.
تورات هیڅ شواهد نه وړاندې کوي چې اسماعیل دې په خپل ژوند کې کله هم مکې ته تللی وي. مګر د هغه د ماشومانو په اړه څه؟ موږ ته ویل شوي چې اسماعیل ۱۲ زامن درلودل، د هغوی د اوسېدو ځای په ځانګړي ډول نومول شوی دی:
د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.
– د تورات شريف اول کِتاب ۲۵:۱۸ –
د اسماعیل زامن له حویله نه تر شور پورې (کوم چې د سینا په ټاپووزمه کې د مصر په مقابل کې دی) د اسور په لور ځای په ځای شو، کوم چې له شور څخه شمال-ختیځ لور ته دی (په اوسني سوریه/عراق کې). مګر مکه ډېره سویل جنوب لور ته د مخالف لوري په لور موقعیت لري (۲ انځور وګورئ).
نه یوازې دا چې اسماعیل له مکې څخه لرې اوسېدو، بلکې د هغه زامنو هم په هغې سیمه کې ژوند نه کاوه. که هرڅه وي، دا اهمیت نه لري چې د هغه زامن چیرته اوسېدل، ځکه چې قرآن او صحیح حدیث دا ادعا کوي چې اسماعیل پخپله په مکه کې اوسېدو، هلته یې له خپل پلار سره کعبه جوړه کړه، او د هغې سیمې له یوې عربې ښځې سره یې واده وکړو.
په تورات کې د یوسف قصه د کنعان له ختیځ څخه د اسماعیل د زامنو د اوسیدلو ځایونو د موقعیت ملاتړ کوي، نه د مکې په سویل کې. موږ ته ویل شوي چې کوم سړیو چې یوسف پلورلی وو هغوی اسماعیلیان وو چې له جِلعاد نه راغلي وو (پیدایښت ۲۵:۳۷).
جِلعاد د مکې په لور په سویل کې نه دی، بلکې په اوسنۍ اردن کې د کنعان له ختیځ نه دی. نو، اسماعیلي تجاران له ختیځ نه راغلي وو، چیرته چې هغوی اوسېدل، او د لویدیځ په لور د مصر پر لور یې سفر کاوه (۳ انځور وګورئ).
راځئ هغه څه په لنډه توګه ووایو چې موږ تر اوسه پرې بحث کړی دی:
- د حدیث له مخې، اسماعیل د یو واړه ماشوم په توګه مکې ته راغلو او هلته لوی شو. مګر، د تورات له مخې، هغه خپل ماشومتوب په فلسطین کې تیر کړو او په ۱۶-۱۷ کلنۍ کې د سینا ټاپووزمې (اوسنی مصر) ته وکوچېدو. د دې هیڅ شواهد نشته چې اسماعیل دې کله هم مکې ته تللی وي.
- د حدیث له مخې، اسماعیل د جرهم قبیلې له یوې عربې ښځې سره واده وکړ. مګر، د تورات له مخې، هغه له یوې مصري ښځې سره واده وکړ. له همدې امله، د هغه اولاده غېر عرب وو، او بیخي د مکې عرب نه وو.
- د حدیث له مخې، اسماعیل خپل ماشومان په مکه کې لوی کړل. مګر، د تورات له مخې، د هغه ماشومان مکې ته بیخي نږدې نه اوسېدل، بلکې په اوسني اردن کې یا د هغې شاوخوا په یو ځای کې اوسېدل.
له همدې امله، د تورات له مخې، محمد د اسماعیل یا ابراهیم له نسل څخه ثابت نشو. که هغه د ابراهیم له نسب نه نه وي، نو محمد د پخپله قرآن د معیاراتو له مخې پیغمبر نه شي کیدلی.
که چیرې د اسماعیل له اولادې نه کوم یو په مکه کې پاتی شوی هم وي، دا به بیا هم له قرآن او حدیث سره په تضاد کې وي، کوم چې بیانوي چې اسماعیل پخپله په مکه کې پاتی شوی وو.
مګر، شاید حدیث صحیح وي چې محمد د اسماعیل له نسل نه وو او په تورات کې هر څه بې وسه خراب شوي دي، سره له دې چې قرآن پخپله په تورات کې د قصو د خوندي پاتې کېدو شهادت ورکوي.
یو بل ثبوت هم شته چې موږ یې کتلی شو. په بل مضمون کې، موږ به دا وڅېړو چې هر څه څنګه پیل شول—لومړی ځل چې محمد په غار کې وحې ترلاسه کړه. ایا محمد په هغه شان وحې او نبوت ترلاسه کړل لکه څنګه چې موسی ترلاسه کړي وو؟ راسره شئ ترڅو په حرا غار کې د محمد لومړنۍ او بنيادي بلنه وڅېړو.