قرآن او تورات

آیا قرآن شريف دا ښایي چې تورات شريف بدل یا خراب شوی و؟

په هغو آیتونو باندې یو ژور غور کوم چې ځینې مسلمانان وایي چې د متن د خرابیدو تعلیم ورکوي.

آیا د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې تورات شريف د باور وړ و؟

په تېره مقاله کې مونږ د قرآن کریم له څو برخو څخه دا ولیدل چې الله پاک د هغه تورات شريف د باور وړتیا تائید کړى ده, یا کم از کم د تورات شريف د ځانګړو برخو, کوم چې په اوومه پېړۍ کې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې موجود و.

خو بیا هم، محترمه لوستونکیه! کېدای شى ستاسو په ذهن کې دا پوښتنه راشي چې آیا په قرآن شريف کې داسې آیتونه هم شته چې وایي په هغه وخت کې تورات شريف بدل شوی و؟

د قرآن کریم هغه برخه چې زياتره وخت د دې ښودلو دپاره وړاندې کېږي چې د تورات شريف متن بدل شوی دی، هغه د سورت البقره ۹۷ آیت دی.

فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَٱلْكِتَـٰبَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـٰذَا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشْتَرُوا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْأَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ

نود هغوكسانو لپاره هلاكت دى چېپه خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لىكي، بياوايي: داد الله له جانبه دى،د دېلپاره چېد هغهپه بدلكې لږقيمت واخلي، نو د دوىلپاره هلاكت دى په سببد هغهڅه چېد دوىلاسونو ليكلي دي، او ددوى لپاره هلاكت دى پهسبب دهغه چېدوى څهعمل كوي

د قرآن شريف ستر مفسر، امام الطبري د دې آیت اصل مخاطبین د مدینې منورې د یهودو مشران ښودلي دي.

د دې امله، ځینې مسلمانان دا دلیل وړاندې کوي چې له «کتاب» څخه مراد تورات شريف دی، کوم چې یهودیانو ته سپارل شوی و.

ځکه نو، کېدی شي مسلمانان ووایي چې دا متن په واضح توګه دا درس ورکوي چې یهودیانو د تورات شريف متن بدل کړی و او بیا به یې دعوه کوله: «دا د الله له جانبه دى»

اول ځل کتلو کې دا تفسیر سم ښکارېدی شي. خو دغو لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  1. په آیت کې دا نه دي ویل شوي چې یهودیانو کوم کتاب لیکلی و. ځکه نو، دا یقیني نه ده چې آیا له «کتاب» څخه مراد تورات شريف دی که کوم بل کتاب.
  2. د دې نه علاوه، په قرآن کریم کې په اصلي عربي متن کې د «بدلون» پر ځای د «لیکلو» (یکتبون) فعل کارول شوی دی.

    آیت دا نه وایي چې یهودیانو د تورات شريف متن راواخیست او هغه یې تغیر کړو.

    بلکې، د ساده لوستلو نه دا معلومېږي چې هغوی د تورات شريف څخه پرته یو نوی متن ولیکلو او بیا یې دعوه وکړه چې دا د خدای لخوا دی.

    دا کټ مټ هغه څه دي چې یهودیانو وکړل. هغوی د تورات شريف سره سره یو بل کتاب ولیکلو چې “تلمود “ (د ژوند تېرولو په اړه د یهودي بحثونو ریکارډ) نومېږي او بیا یې دعوه وکړه چې دا الهي واک او سند لري.

    د تورات شريف تر څنګ د بل کتاب لیکل او د هغې د الهي وحې کېدو دعوه کول دا معنی نه لري چې پخپله د تورات شريف متن بدل شوی و.

    د قران کریم هغو بې شمیره نورو آیتونو ته په کتلو سره چې د تورات شريف په اړه مثبتې خبرې کوي، مونږ ته د دې خبرې د ثابتولو دپاره چې متن بدل شوی و، د یو ډېر واضح آیت ضرورت دی.

  3. – مونږ باید د سورت البقره د ۲:۹۷ آیت سیاق و سباق ته هم پام وکړو. –

    د دې نه سمدستي مخکې آیتونه (۵۷-۸۷) وایي چې د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې یهودیانو په دې پوهېدل چې په تورات شريف کې څه لیکلي دي، او بیا به یې په خپل منځ کې دا شخړې کولې چې آیا مسلمانانو ته دا خبره وښایي که نه.

    هغوی د هغه څه د پټولو په اړه فکر کولو کوم چې په تورات شريف کې لیکل شوي وو.

    که هغوی په تورات شريف پوهېدل، په هغې یې بحثونه کول او د هغې ځینې برخې یې پټول غوښتل، نو دا ښیي چې د تورات شريف محفوظ او سلامت متن تر هغه وخته پورې موجود و.

    د دې نه علاوه، د تفاسیرو مطابق، یهودیانو په ځانګړې توګه په تورات شريف کې د حضرت محمد (ﷺ) په اړه د زېرو او پیشنګویانو د پټولو بحثونه کول ترڅو مسلمانان پرې خبر نه شي.

    – سورت الاعراف ۷:۷۵۱ واضح کوي چې په تورات شريف کې دا پیشنګویۍ شته دي: –

    ٱلَّذِينَيَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًاعِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ \\\\[…]

    هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبيپیروي كويهغه چېدوى يېله خپلځان سرهپه تورات شريف او انجیل كېلیكلى مومي…

    که د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې (اوومې پېړۍ) یهودیانو په تورات شريف کې د پیشنګویانو د پټولو هڅه کوله، نو دا پیشنګویۍ باید تر هغه وخته پورې په تورات شريف کې موجودې وې.

    که داسې نه وی، نو هغوی د دې د پټولو هڅه نه شوه کولای. په نتیجه کې، تورات شريف, یا کم از کم په هغې کې موجودې پیشنګویۍ, باید د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې سلامتې پاتې وې.

    د دې نه علاوه، په ۲:۹۷ آیت کې داسې هېڅ اشاره نشته چې د تورات شريف نورې برخې، لکه د پیغمبرانو قیصې، دې بدلې شوې وي.

    ځکه نو، سورت البقره ۲:۹۷ دا درس نه ورکوي چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې د تورات شريف متن د باور وړ نه و.

    بلکې، داسې ښکارېږي چې دا د دې برعکس درس ورکوي، او په اوومه پېړۍ کې د تورات شريف د اعتبار د ردولو پر ځای د هغې تائید کوي!


یو بل آیت چې د تورات شريف په متن کې د تحریف یا بدلښت د دلیل په توګه وړاندې کیږي، هغه د سورت المائده ۵:۳۱ آیت دی. د یهودیانو په اړه پکې داسې فرمایلي دي:

فَبِمَانَقْضِهِم مِّيثَـٰقَهُمْ لَعَنَّـٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَـٰسِيَةًۭ ۖيُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ ۙ وَنَسُوا۟ حَظًّۭا مِّمَّا ذُكِّرُوا۟بِهِۦ  \\\\[…]

نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ پر دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات شريف) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و؛ د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله

ځینې مسلمانان داسې دلیل وړاندې کوي چې د ‘دوى (د تورات شريف) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي’د جملې مطلب د تورات شريف لیکلی متن دی.

په اسانو ټکو کې، هغوی په کتاب کې لیکلي توري بدل کړي وو. د دې نه علاوه هغوی دا دلیل هم ورکوي چې د ‘د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله’د جملې نه مطلب دا دی چې یهودیانو د تورات شريف د کاپي کولو په وخت ځینې برخې ترې پریښودلې وې.

د دې په نتیجه کې، دا برخې د وخت په تیریدو سره ورکې شوې. خو بیا هم، مونږ ته په لاندې خبرو باندې غور کول پکار دي:

  1. په آیت کې دا نه دي ویل شوي چې یهودیانو د تورات شريف متن خراب کړی و. دا آیت خاص نه دی او حتی د تورات شريف نوم هم پکې نشته.
  2. – لکه څنګه چې مونږ په خپل تیر مضمون کې ولیدل، هم په دې سورت کې صرف څو آیتونه وروسته، هغه تورات شريف چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې موجود و، ‘د الله حكم’په نوم یاد شوی دی (۵:۳۴). –

    الله تعالی د اهلِ کتابو ته په هغه تورات شريف باندې د عمل کولو حکم کړی و کوم چې په هغه وخت کې موجود و او څوک چې پرې عمل نه کوي، هغوی ته یې ‘کافران’ (۵:۴۴) او ‘ظالمان’ (۵:۵۴) ویليدي.

    – ځکه نو، د سورت المائده ۵:۳۱ مطلب غالباً دا نه دی چې د تورات شريف متن بدل یا خراب شوی و. –

د حضرت محمد (ﷺ) صحابه او د اسلام کلاسیک (پخواني) علماء دا دلیل ورکوي چې دوى (د تورات شريف) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي”

“ د جملې مطلب دا نه دی چې یهودیانو د تورات شريف په متن کې بدلون کړی و.

بلکې د هغوی په نظر د دې مطلب دا دی چې یهودیانو د متن د مفهوم او معنا غلط تفسیر او غلطه تشریح کوله.

د تورات شريف متن پخپله روغ پاتې و، خو یهودیانو به آیتونه د خپل سیاق او سباق نه بهر کول او پدې توګه به یې د متن معنا اړوله رااړوله.

– په همدې طریقه مونږ ته د سورت النساء ۴:۶۴ په څیر آیتونه هم پوهېدل پکار دي، چیرته چې فرمایي: –

مِّنَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ

او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي

…

یا په سورت آلِ عمران ۳:۸۷ کې، چیرته چې فرمایي:

وَإِنَّمِنْهُمْ لَفَرِيقًۭا يَلْوُۥنَ أَلْسِنَتَهُم بِٱلْكِتَـٰبِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَٱلْكِتَـٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِوَمَا هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُمْيَعْلَمُونَ

او یقینًا یقینًا په دوىكې یوهډله دهچې په(لوستو د)كتاب سرهخپلې ژبېتاووِي، ددې لپاره چې تاسو پرهغهٔ د(الله د)كتاب ګمان وكړئ، حال داچې هغهله (حق)كتاب څخهنه دي،او دوىوايي چېدا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله لهجانبه دي،حال داچې هغهد الله له جانبه نهدي، اودوى پهالله باندې دروغ تپي، حالدا چېدوى پوهېږي

په دې ټولو آیتونو کې قرآن شريف صرف دا وایي چې یهودیانو په خپله ژبه د تورات شريف تعلیمات په غلطه طریقه پیش کول.

هغوی تورات شريف په خپلو ژبو اړولو، په خپلو لاسونو نه! داسې خبره په جمعه په یو جومات کې هم کیدی شي.

یو بدعت کوونکی امام داسې خطبه ورکولی شي کومه چې د قرآن شريف د تعلیماتو خلاف وي. که هغه داسې وکړي، نو هغه د قرآن د متن د معنا غلطه ترجماني کوي، پرته له دې چې په متن کې څه بدلون وکړي.

که دا ټولې خبرې یو ځای کړو، نو نتیجه دا راوځي چې د قرآن شريف دا آیتونه دا ښایي چې ځینې یهودیانو د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې د تورات شريف د متن غلط تفسیر کاوه او په دې توګه یې د هغې اصلي معنا خرابوله.

خو په کاغذ باندې د اصلي ټکو د بیا لیکلو یا پکې د لاسوهنې هیڅ دلیل په قرآن شريف کې نشي موندل کیدی.

قرآن شريف یو رنګ دی (تضاد پکې نشته). دا داسې نه کوي چې په ځینې ځایونو کې د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې تورات شريف خراب شوی وګڼي او په نورو ځایونو کې ورته د باور وړ ووایي.

د قرآن شريف ټولیز پیغام صفا دی: هغه تورات شريف چې په اوومه صدۍ کې له یهودیانو سره و, یا لږ تر لږه د هغې لویه برخه, د الله پاک د باور وړ، بې عیبه او د هغې مقدسه وحې وه.


په خپله په قرآن شريف کې د موجودو شواهدو نه علاوه، سړی باید پدې هم حیران شي چې یهودیانو اخر څنګه دا توان وموندلو چې په هر ځای کې د تورات شريف متن په یو رنګ بدل کړي؟

مونږ ته دا خبره په ذهن کې ساتل پکار دي چې د حضرت محمد (ﷺ) د زیږون نه څو سوه کاله وړاندې د تورات شريف په سلګونو نسخې مخکې له مخکې موجودې وې، کومې چې په یورپ، منځني ختیځ (مډل ایسټ) او شمالي افریقا کې په بیلا بیلو ځایونو کې خپرې شوې وې، چیرته چې ځینې یهودیان هجرت کړی او اباد شوي وو (لاندې انځور ۱ وګورئ).

په دغو ځایونو کې اوسیدونکو یهودیانو په بیلا بیلو ژبو خبرې کولې او د مختلفو فرقو سره یې تړاو لرلو، کومو چې په ځینې حالاتو کې یو بل بیخي ردول.

هغوی څنګه د یو بل سره همکاري کولی شوه او د تورات شريف خپلې ټولې نسخې یې بدلې کړې وې؟ او هغوی به داسې ولې کړي وو؟

لکه څنګه چې به مونږ په راتلونکي مضمون کې ولیکو، مونږ ته د تورات شريف داسې ډیرې قلمي نسخې (منډې/مسودې) موندل شوې دي چې په مختلفو زمانو کې لیکل شوې وې او حتی په بیلا بیلو ژبو ژباړل شوې وې.

بیا هم، د دغو قلمي نسخو متن او مواد تر ډیره حده یو شان دي.

نو بیا، یهودیانو, کوم چې په بیلا بیلو ځایونو کې اوسیدل، په بیلابیلو ژبو یې خبرې کولې او ډیر کله د یو بل دښمنان وو, څنګه وکولی شول چې په پټه د تورات شريف په سلګونو نسخو کې په یو شان طریقې سره بدلون او جعل سازي وکړي، پرته له دې چې د دې هیڅ یو وړوکی ثبوت یا نخښه هم پاتې شي؟

او دا هر څه د انټرنیټ د ایجاد نه ډیر پخوا شوي وو!

انځور ۱: د یهودیانو د هجرت او خپریدو سیمې (ډایاسپورا) د ۰۰۶-۰۰۵ قبللهجرې (.B.H) په شا و خوا کې.

دا ټول شواهد مونږ دې نتیجې ته رسوي چې په اوومه صدۍ کې موجود تورات شريف, یا لږ تر لږه د حضرت محمد (ﷺ) په اړه پېشنګوئۍ (زیري)، د احکامو قوانین، او د پیغمبرانو قصې چې په هغې کې وې, د باور وړ وې.

تر ټولو مهم او غټ سوال دا دی: آیا مونږ پوهیدلی شو چې هغه بې عیبه او د باور وړ تورات شريف، کوم چې په اوومه صدۍ کې موجود و، څه وایي؟

که چیرې مونږ په دې پوه نشو، نو تر اوسه پورې چې مونږ په څه هم بحث کړی دی، هغه بې ځایه دی.

ځکه چې یو سړی داسې ویلی شي چې، “هو، د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې تورات شريف خو روغ رمټ و، مګر خلکو د هغه (ﷺ) د زمانې نه وروسته پکې بدلون او تحریف کړی دی!”

د دې مطلب به دا وي چې نن سبا هم زمونږ سره د تورات شريف خرابه شوې نسخه ده!

ګرانه لوستونکیه، د حیرانتیا خبره دا ده چې مونږ معلومولی شو چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې او د هغې نه وړاندې د تورات شريف په متن کې څه لیکل شوي وو! مهرباني وکړئ لوستلو ته دوام ورکړئ: