قرآن او تورات

آیا حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهم السلام کعبه جوړه کړې وه؟

د جغرافیې تجزیه او تحلیل

د اسلام یو تر ټولو مهم ادعا دا ده چې حضرت ابراهیم عليه السلام مکې ته سفر کړی وو، او د خپل زوی حضرت اسماعیل عليه السلام سره یوځای یې د ځمکې پر مخ تر ټولو مقدس مقام جوړ کړی وو: کعبه. دا قيصه د اسلام بنیادي برخه ده ځکه چې دا د حج د زیارت او د قبلې بنیاد دی، هغه طرف ته چې هره ورځ له بې‌شمره مسلمانان لمونځ کوي.

مونږ د طریقي مطابق د صحیح البخاري د خورا مستندو حدیثونو د مجموعې له مخې دغه قيصه په لنډو ټکو کې داسې بیانولای شو:

حضرت ابراهیم عليه السلام د هاجرې او د هغوی له واړه زوی اسماعیل عليه السلام سره له فلسطین څخه تر مکې پورې سفر وکړو. په هغه وخت کې مکه یوازې یوه شاړه وادي وه چې هیڅوک پکې نه اوسیدل. کله چې هغوی هغه ځای ته ورسیدل چې وروسته به یې کعبه ورباندې جوړوله، حضرت ابراهیم هاجره او حضرت اسماعیل عليه السلام د خرماو او یوې د اوبو د مشک سره پریښودل او بیرته فلسطین ته روان شو.

کله چې هغه رخصتېدو، نو الله تعالی ته یې یوه دعا وکړه چې په سورت ابراهیم ۷۳:۴۱ کې ذکر شوې ده:

رَّبَّنَآ إِنِّىٓ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِى بِوَادٍغَيْرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ ٱلْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ[…]

اى زمونږه ربه! بېشكه ما ځای پر ځای کړل خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې دفصل والا نه دى، ستاد عزتمن كور په خواكې، اى زمونږ ربه!د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي…

– سورت إبراهيم ۷۳:۴۱ –

په دې دعا کې حضرت ابراهیم عليه السلام هغه علت بیان کړو چې ولې یې حضرت اسماعیل او حضرت هاجره علیهم السلام هلته پریښودل. هغه هغوی هلته د تجارت یا سیاست لپاره نه وو اباد کړي. اصلي مقصد د مقدس کور (کعبې) تر څنګ د خپلې اولادې ځای پر ځای کول وو، ترڅو ‘لمونځ قائم کړي’.

په یوه داسې نړۍ کې چې شرک عام وو، حضرت ابراهیم عليه السلام به یو داسې ځای بیل کړی وو چې یوازې د یو حقیقي خدای پرستش ته وقف شوی وو.

کله چې حضرت ابراهیم عليه السلام لاړو، د حضرت هاجرې او د هغې د زوی علیهم السلام اوبه ختمې شوې. د مرستې لپاره په سخته لاچارۍ کې، هغې د صفا او مروه د دوو غرو ترمینځ اووه ځله منډې ووهلې. په خپل رحم کې، الله تعالی جبرائیل فرښته واستوله چې راکوزه شوه او د زمزم کوهي یې وایسته، چې له امله یې دغې مور او د هغې ماشوم ژوندي پاتې شول.

وروسته په حدیث کې، مونږ لولو چې د جرهم په نوم د یوې قبیلې عرب هلته تېر شول. هغوی د زمزم څاه ته هاجرې او حضرت اسماعیل عليه السلام ته راغلل او پوه شول چې هغوی هلته اوسیدلی شي ځکه چې اوس هلته د اوبو سرچینه وه. دا د مکې ښار پیل وو.

اوس نو، حضرت اسماعیل عليه السلام د جرهم د خلکو په منځ کې لوی شو او له هغوی نه یې عربي ژبه زده کړه. کله چې هغه بلوغت ته ورسېد، له هغې قبیلې نه یې له یوې ښځې سره واده وکړ.

کلونه وروسته، د هغه د مور حضرت هاجرې له مړینې وروسته، حضرت ابراهیم عليه السلام دوه ځله مکې ته سفر وکړو ترڅو له حضرت اسماعیل عليه السلام سره لیدنه وکړي او هغه ته پیغامونه ورسوي. بیا له څه وخت وروسته، حضرت ابراهیم عليه السلام بیا په مکه کې حضرت اسماعیل عليه السلام ته ورغلو او د الله تعالی په حکم یې په ګډه کعبه جوړه کړه.

کله چې هغوی دا کار کاوه، هغوی هغه دعا وکړه چې په سورت البقره ۹۲۱-۷۲۱:۲ کې ذکر شوې ده:

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَـٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ١٢٧

رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةًۭ مُّسْلِمَةًۭ لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ١٢٨

رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ١٢٩

او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې

اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زمونږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې

اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ايتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن شريف) او حكمت (سنت) ښَيي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې

– سورت البقرة ۹۲۱-۷۲۱:۲ –


لکه څنګه چې مونږ مخکې د قرآن شريف له بېلابېلو آیاتونو څخه ولیدل، د پیغمبرانو قيصې د حضرت محمد (ﷺ) د وخت په تورات شريف کې محفوظې دي. مونږ د تورات شريف خطي نسخې لرلی چې د هغه وخت څخه مخکې، د هغه وخت په جریان کې، او له هغه وخت وروسته تاریخ لري.

د تورات شريف معاصرې ژباړې چې مونږ به یې لولو له غوره او پخوانیو خطي نسخو څخه ژباړل شوي دي، په شمول د هغه نسخو چې تاریخ یې له حضرت محمد (ﷺ) څخه مخکې دی. له همدې امله، په حدیث کې قيصه باید زمونږ د تورات شريف په ژباړه کې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل عليه السلام له قيصې سره سمون ولري. راځئ چې وګورو.

مونږ د پیدایښت ۵۲-۳۲:۷۱ څخه پیل کوو، کوم چې داسې وایي:

هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو. ۲۴

اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو، ۲۵

او د هغۀ زوئ اِسمٰعيل د ديارلسو کالو وو.

– پیدایښت ۵۲-۳۲:۷۱ –

د خدای د حکم مطابق، حضرت ابراهیم عليه السلام د خپل کور د ټول سړی سنت کړل. کله چې هغه دا کار وکړ، هغه د ۹۹ کلونو وو او حضرت اسماعیل عليه السلام ۳۱ کلن وو. هغه په ممری کې اوسېدو، چې په فلسطین کې وو. بیا هغه جرار ته وکوچېدو، چې د نننۍ غُزې تر څنګ دی:

اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،

– پیدایښت ۱:۰۲ –

هلته، غُزې ته نږدې، حضرت ابراهیم عليه السلام او د هغه مېرمن سارې د خپل لومړي زوی د زېږېدو خوشحالي وکړه: اسحاق. دا د سنتۍ نه سمه تر یو کال وروسته خبره وه. له همدې امله، تورات شريف وایي:

اِبراهيم د سلوکالو وو چې اِسحاق پېدا شو،

– پیدایښت ۵:۱۲ –

که حضرت ابراهیم عليه السلام د سلو کالو وو، نو حضرت اسماعیل عليه السلام به ۴۱ کلن وو. بیا تورات شريف وایي:

چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.

– پیدایښت ۸:۱۲ –

د حضرت ابراهیم عليه السلام په وخت کې، د یو ماشوم له شیدو ایستلو شاوخوا ۳-۲ کاله اخیستل. کله چې اسحاق له شیدو جلا کړاى شو، د هغه مېرنی ورور حضرت اسماعیل عليه السلام به د شاوخوا ۷۱-۶۱ کلونو وو. قيصه داسې دوام مومي:

يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ 

۱۱ دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو. 

۱۲ خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى. ۱۳ 

خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“ 

۱۴ بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله، ۱۵

 او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو. ۱۶ 

او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې. 

۱۷ چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده. ۱۸ 

اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“ ۱۹

 بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې. ۲۰

 خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. ۲۱ 

هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.

– پیدایښت ۲۱:۹-۲۱ –


ګرانه لوستونکیه، آیا تا د حدیث او تورات شريف ترمنځ توپیرونه ولیدل؟ کله چې مونږ د هغوی پرتله کوو، مونږ مومو چې مونږ سره دوه بیخي جلا قيصې دي:

  1. په حدیث کې، حضرت ابراهیم له حضرت هاجرې او حضرت اسماعیل عليهم السلام سره یوځای سفر کړی وو. په تورات شريف کې، حضرت ابراهیم د حضرت هاجرې عليهم السلام د روټۍ ورکولو لپاره د خپل پخلنځي څخه زیات لرې سفر نه وو کړی. هغه له حضرت هاجرې او حضرت اسماعیل عليهم السلام سره ندی تللی بلکې هغوی یې رخصت کړي دي!
  2. که څه هم د اسلامي قيصې له مخې حضرت اسماعیل عليه السلام یو وړوکی ماشوم وو کله چې د هغه مور او پلار هغه مکې ته راوستلو، تورات شريف ښیې چې هغه لاړ مخکې له مخکې ۱۶-۱۷ کلن وو کله چې حضرت ابراهیم عليه السلام هغه او د هغه مور وایستل/رخصت کړل.
  3. د اسلامي سرچینو  او حدیث له مخې، حضرت ابراهیم ، حضرت هاجرې او حضرت اسماعیل عليهم السلام له فلسطین نه مکې ته سفر کړی وو، چې نږدې ۱,۳۵۰ کیلومتره فاصله ده او د اوښ لخوا ۴۰ ورځې سفر ته اړتیا لري. په تورات شريف کې، حضرت هاجرې او حضرت اسماعیل ععليهم السلام یوازې د بئر سبع صحرا ته سفر کړی وو، چې له کور څخه شاوخوا ۲۰-۵۰ کیلومتره لرې ده. په حدیث کې د مکې د ثبت شویو سفرونو د شمیر له مخې، حضرت ابراهیم عليه السلام پخپله لږ تر لږه څلور ځله سخته ۸۰ ورځنۍ، ۲,۷۰۰ کیلومتره تګ او راتګ فاصله وهلې وه.
  4. په ۱۴-۱۵ آیاتونو کې، تورات شريف بیانوي چې حضرت هاجرې عليه السلام له کور څخه تر وتلو وروسته کله هم د اوبو مشک بیا ډک نه کړو؛ په مشک کې اوبه په منزل کې ختمې شوې. مکې ته فاصلې (۴۰ ورځې سفر) او د انساني اوبو ورځني ضرورت (په ورځ کې ۲ لیټره) ته په پام سره، حضرت هاجرې عليه السلام به مجبور وه چې د خپل مشک د بیا نه ډکولو حالت کې مکې ته د رسیدو لپاره ۸۰ لیټره اوبه وړې وای. دا ناممکنه ده، ځکه چې یوه عامه ښځه یوازې تر ۱۰ لیټره پورې اوبه پورته کولی شي.

لاندې نقشه دا توپیرونه روښانه کوي:

انځور ۱: په صحرا کې د حضرت اسماعیل او حضرت هاجرې عليهم السلام په باره کې د اسلامي او توراتي قيصو ترمنځ توپیرونه. د حدیث برخلاف، تورات شريف راپور ورکوي چې ۱) حضرت ابراهیم عليه السلام سفر نه وو کړی بلکې په جرار کې پاتې شوی وو؛ ۲) حضرت اسماعیل عليه السلام وړوکی ماشوم نه وو بلکې ۱۶-۱۷ کلن وو؛ ۳) حضرت هاجره او حضرت اسماعیل عليهم السلام مکې ته (چې ۱,۳۵۰ کیلومتره فاصله ده) نه وو تللي بلکې د بئر سبع صحرا ته (چې ۲۰-۵۰ کیلومتره فاصله ده) تللي وو؛

آیا مونږ په ټول تورات شريف کې کوم داسې اشاره موندلی شو چې ابراهیم او اسماعیل کله مکې ته تللي وي؟ لاندې نقشه د تورات شريف له مخې د حضرت ابراهیم عليه السلام سفر ښیې. لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، ګرانه لوستونکیه، مکه په نقشه کې هم نشته.

انځور ۲: د تورات شريف له مخې د حضرت ابراهیم عليه السلام سفرونه (توره کرښه). که څه هم حضرت ابراهیم عليه السلام له ختیځ څخه ډېر لرې سفر کړی وو (اور، په ننني عراق کې) تر لرې لویدیځ (مصر) پورې، هغه کله هم مکې ته ندی راغلی. مکه د حضرت ابراهیم عليه السلام د سفر له لارو دومره لرې ده چې د نقشې له لاندې پولې څخه هم لرې ده.

د حضرت اسماعیل عليه السلام په اړه څه؟ آیا هغه د تورات شريف له مخې کله هم مکې ته تللی وو؟ لکه څنګه چې مونږ په پیدایښت ۲۱:۲۱ کې لولو، حضرت اسماعیل عليه السلام د بئر سبع په صحرا کې له ګرځېدو وروسته د فاران په صحرا کې پاتی  شو (۳ انځور، A).

د فاران دا صحرا په ننني مصر کې د سینا په ټاپووزمه کې وه، چې مکې ته بیخي نږدې نه ده، کومه چې شاوخوا ۱,۰۰۰ کیلومتره نور هم سویل/جنوب لور ته ده (۳ انځور، B).

انځور ۳: د فاران د صحرا موقعیت. A) حضرت اسماعیل عليه السلام له خپلې مور سره د حضرت ابراهیم عليه السلام له کور (جرار) څخه د بئر سبع صحرا ته سفر وکړو، او هغه د خپل ژوند راتلونکي کلونه د فاران په صحرا (د سینا ټاپووزمه، اوسنی مصر) کې تېر کړل. B) د فاران صحرا له مکې څخه شاوخوا ۱,۰۰۰ کیلومتره لرې ده، چیرته چې د حدیث له مخې ګویا حضرت اسماعیل عليه السلام لوی شوی وو.

په لنډو توګه، مونږ د اسلامي روایت او تورات شريف ترمینځ غټ توپیرونه موندلو. د حضرت یوسف عليه السلام د قيصې په شان ، دا انحرافات/توپیرونه نه یوازې د پیښو په عمومي لړۍ او هغو ځایونو کې دي چې پیښې پکې رامنځته کیږي، بلکې په نورو غېراهمو تفصیلاټو کې هم دي.

دا ویل اسانه دي چې د دې قيصو د توپیر علت دا دی چې تورات شريف به خراب شوی وي. په هرصورت، دا ادعا به نه یوازې د پخپله قرآن شريف برخلاف وي بلکې مونږ به د معقول دلیل پرته پریږدي چې د یهودیانو څه مقصد کېدلی شي چې خپل مقدس کتاب تحریف کړي.

کیدای شي څوک داسې ادعا وکړي چې یهودیانو د کوم سياسي یا ديني دلیل له امله په قيصه کې تفصیلات بدل کړي دي. مګر، په قيصه کې د ناامره تفصیلاتو بدلولو نه هغوی ته څه ګټه رسېدله، لکه دا چې حضرت اسماعیل عليه السلام د یو ځوان په ځای ماشوم وو؟

دا نظر چې هغوی د حضرت محمد (ﷺ) سره د دښمنۍ له امله شیان بدل کړي دي سم نه دی ځکه هغه توپیرونه چې د حدیث برخلاف دي، د تورات شريف په هغو نسخو کې دي چې تاریخ یې د حضرت محمد (ﷺ) له زیږیدو سلګونه کلونه مخکې دی .

د یهودیانو لپاره له حضرت محمد (ﷺ) سره له لیدلو او د هغه د پیژندلو دمخه د هغه پورې اړوند د کوم شي تحریفولو هیڅ علت نه وو. په حقیقت کې، قرآن شريف وایي چې یهودیانو د پیغمبر له راتګ نه مخکې د هغه په واسطه د فتحې دعاګانې کولې (سورت البقره ۸۹:۲)، کوم چې دا ښیې چې هغوی د هغه راتګ ته لیواله وو او د هغه په اړه به یې هیڅ آیاتونه نه وو بدل کړي.

د کاپي کولو د پروسې په جریان کې غيرقاصدانه غلطۍ هم دا توپیرونه نه تشریح کوي. لومړی، هغه خطي نسخې چې مونږ د تورات شريف لرو  ورته دي،  چې د متن د لیږد بې حده درستوالی ښیې؛

دوهم، توپیرونه نه یوازې په واړو تفصیلاتو کې دي بلکې د قيصې پر ټول بنياد اثر باسي. د دې ډول توپیرونو رامنځته کېدل د غيرقاصدانه غلطیو له امله بالکل ناممکن دي.

له همدې امله، مونږ باید دا نتیجه واخلو چې د تورات شريف بیان اصلي دی. بیا هم، په ورته وخت کې، دا نه یوازې د پیغمبرانو له عامو قيصو سره تضاد لري )لکه د یوسف قيصه(، بلکې د اسلام له ممکنه تر ټولو بنيادي قيصو سره هم تضاد لريو: دا باور چې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل عليه السلام کعبې جوړولو لپاره مکې ته سفر کړی وو.

له همدې امله، مونږ پوښتنه کولی شو، که ابراهیم او اسماعیل عليهم السلام کعبه نه وي جوړه کړې، نو چا جوړه کړه؟ اسلامي سرچینې وایي چې د حضرت محمد (ﷺ) په وخت کې بت پرستانو په کعبه کې د کم تر کم ۳۶۰ بتانو د پرستش لپاره کار اخیستلو. نو بیا، تر ټولو زیات چانس د چا دی چې کعبه یې جوړه کړې وي؟

په بل مضمون کې، مونږ د اسلام په یو بل غټ ادعا بحث کوو چې په مکه کې د ابراهیم او اسماعیل عليهم السلام لخوا د کعبې د جوړولو له حدیث سره تړلې ده: د حضرت ابراهیم عليه السلام له نسل څخه د حضرت محمد (ﷺ) نسب. ګرانه لوستونکیه، مهرباني وکړئ لوستلو ته دوام ورکړئ: