قرآن او تورات

آیا نن سبا د مسلمانانو لپاره د پخوانیو اسماني کتابونو څه اهمیت شته؟

د قرآن شريف بنيادي دعوې څنګه په تورات شريف باندې ولاړې دي

“حضرت محمد د الله تعالی رسول دی.” دا د اسلام له بنيادي عقيدو نه يوه ده. “محبوب” نه صرف دا چې د نورو ډېرو پېغمبرانو په څېر یو پېغمبر دی، بلکې هغه ته د یو ځانګړي پېغمبر په توګه کتل کېږي. حضرت محمد (ﷺ) د ټول بشریت تر ټولو غوره او خوښ کړی شوی شخصیت دی. لکه څنګه چې د اسلامي علومو پوه، امام الطحاوي فرمایلي دي: “هغه د پرهېزګارانو امام، د ټولو پېغمبرانو په منځ کې تر ټولو د زیات عزت خاوند او د رب العالمین محبوب دی.”

د ځینو احادیثو له مخې، الله تعالی ۱۲۴،۰۰۰ انبیاء رالېږلي دي. د اسلامي عقیدې مطابق،حضرت محمد (ﷺ) د دغو زرګونو پېغمبرانو په منځ کې تر ټولو لوی پېغمبر دی. هغه آخري او خاتم النبين دي، چې د حضرت ابراهيم عليه السلام، حضرت موسیٰ عليه السلام او حضرت عيسیٰ عليه السلام په شمول يې د الله د ټولو پخوانیو رسولانو ځای نیولی دی. ځکه نو، قرآن هغه ته د “د نبیانو د لړۍ ختموونكى” لقب ورکړی دی.

که څه هم پخواني پېغمبران يوازې خاصو قبيلو يا قومونو ته لېږل شوي وو (لکه د مثال په توګه حضرت موسیٰ عليه السلام يهودانو ته)، خو حضرت محمد (ﷺ) د ټولې نړۍ لپاره راغلی دی. هغه ته رحمت العالمين ويلى شى. د هغه پیغام د اخري او نړیوال قانون په توګه اراده شوی و چې د قیامت تر ورځې پورې به په ټول بشریت باندې لاګو وي نو په دې توګه د نورې وحې ضرورت ختم شو.

ځکه چې د الله تعالی وحې، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې بیان شوې ده، د ټول بشریت لپاره د خدای اخري پیغام دی، نو له همدې امله هغه پخواني اسماني کتابونه چې الله تعالی نازل کړي وو—تورات شريق (چې حضرت موسی عليه السلام ته ورکړل شوی و)، زبور شريف (چې حضرت داؤد عليه السلام ته ورکړل شوی و)، او انجیل شريف (چې حضرت عیسی عليه السلام ته ورکړل شوی و)—نن ورځ لږ اړین ګڼل کېږي. آیا یو مسلمان چې قرآن شريف ورسره وي، باید د دغو کتابونو پروا وساتي؟ د یو زاړه موبایل پروا به څوک وکړي کله چې د هغې په ځای په بازار کې تر ټولو نوی او پرمختللی موبایل فون موجود وي؟ د پخوانیو اسماني کتابونو په اړه د فکر کولو څه ضرورت دی کله چې یو نوی کتاب—قرآن کریم—موجود وي؟

خو بیا هم، پخواني اسماني کتابونه په لومړي نظر کې د هغې نه هم ډېر زیات اهمیت لري څومره چې ګومان کېږي.


یو مثال چې دا ښکاره کوي چې ولې پخواني اسماني کتابونه تر اوسه هم مهم دي، په سورة الشعراء کې شتون لري. د دې سورت سیاق و سباق دا دی چې د مکې کافرانو په حضرت محمد (ﷺ) باندې د درواغجن پېغمبر تور پورې کړی و. ځکه نو، الله تعالی د ۶۹۱ آیت په نازلولو سره د هغه سپیناوی او تصدیق وکړ:

وَإِنَّهُۥ لَفِى زُبُرِ ٱلْأَوَّلِينَ

او یقیناً دا (قرآن) د پخوانیو (امتونو) په کتابونو کې (هم ذکر شوی) دی.

– سورة الشعراء ۶۲:۶۹۱ –

الله تعالی کافران هغه نورو اسماني کتابونو ته متوجه کړل چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې موجود وو—یعنې تورات شريف، زبور شريف او انجیل شريف. که کافرانو دا کتابونه لوستلى وای، نو دوی به پوه شوي وو چې قرآن شريف د الله تعالی له لوري دی او حضرت محمد (ﷺ) یو رښتنې پېغمبر دی.

له همدې امله په سورة البقره کې کافران د هغوی د کفر په وجه ملامت کړل شوي او غندل شوي دي—ځکه چې دوی د خپلو اسماني کتابونو د شواهدو د شتون سره بیا هم د حضرت محمد (ﷺ) پیروي ونه کړه:

وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتَـٰبٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا۟ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَمَّا جَآءَهُم مَّا عَرَفُوا۟ كَفَرُوا۟ بِهِۦ ۚ فَلَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ

او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدىق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پېژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى.

– سورت البقره ۲:۹۸ –

خو کافرانو به څنګه حضرت محمد (ﷺ) د یو رښتیني پېغمبر په توګه پېژندلی وی که هغوی په پخوانیو اسماني کتابونو کې کتلي وی؟ د دې ځواب په دوو ټکو کې ورکول کېدی شي: “قیصې” او “پېشګویانې”.

۱) د پېغمبرانو قیصې

سورة یونس ۰۱:۷۳ فرمایي:

وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته.

– سورة یونس ۱۰:۳۷ –

د دې ایت له مخې، قرآن د خدای تعالی د وحې په توګه پېژندل کېدی شي ځکه چې دا د پخوانیو اسماني کتابونو تصدیق کوي او د هغې تفصیلي بیان وړاندې کوي. خو د کومو شیانو تفصیلي بیان؟

د دې ځواب موندلو لپاره، مونږ باید د دې آیت سیاق و سباق ته وګورو. سورة یونس د پېغمبرانو له قیصو ډک دی، لکه د حضرت نوح عليه السلام او د لوی طوفان قیصه (آیتونه ۷۱-۷۳) او د فرعون په وړاندې د حضرت موسی او حضرت هارون عليهم السلام پېښې (آیتونه ۷۵-۹۲). دا قیصې تر ټولو مخکې په هغه تورات شريق کې ثبت شوې وې چې حضرت موسی عليه السلام ته ورکړل شوی و. ځکه نو مونږ دا نتيجه اخیستلی شو چې ‘د كتاب تفصیل دى’ جملې معنی دا ده چې قرآن شريف په تورات شريف كې د پېغمبرانو د شته قیصو د جزئیاتو تصدیق کوي.

مونږ دا فکر یو ځل بیا په سورة یوسف ۱۲:۱۱۱ کې مومو:

لَقَدْ كَانَ فِى قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًۭا يُفْتَرَىٰ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ

یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پر رسول) ایمان لري.

– سورة یوسف ۱۲:۱۱۱ –

سورة یوسف په ټول قرآن کریم کې د یو پېغمبر تر ټولو تفصیلي او اوږده پرله پسې قیصه بیانوي: یعنې د حضرت یوسف علیه السلام قیصه. په ۱۱۱ آیت کې، قرآن شريف دا دعوه کوي چې دا د دې قیصې او په پخوانیو اسماني کتابونو کې د نورو پېغمبرانو د قیصو تصدیق کوي. قرآن شريف ته ‘د هر شي تفصیل (بیان)’ ویل شوي دي، پدې معنی چې دا د حضرت یوسف علیه السلام او د نورو پېغمبرانو د قیصو جزئیات په پوره امانتدارۍ سره بیانوي.

دا ډېره د حیرانتیا خبره ده ځکه چې حضرت محمد (ﷺ) نالوستی (اُمي) و! یو نالوستی سړی څنګه داسې یو کتاب جوړولی شي چې جزئیات یې له نورو اسماني کتابونو سره پوره سمون خوري، پداسې حال کې چې هغه نه لوستلی شو او نه یې ورته کتلای شول؟ کافران باید دې پایلې ته رسېدلي وی چې هغه ته دا جزئیات یوازې او یوازې د الهي وحې له لارې معلومېدلی شول.

۲) د حضرت محمد (ﷺ) په اړه پېشګویانې

قرآن شريف نه یوازې دا دعوه کوي چې دا په پخوانیو کتابونو کې د قیصو د جزئیاتو تصدیق کوي، بلکې دا هم وایي چې د کتاب خلکو (یهودیانو او عیسویانو) د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې په خپلو کتابونو کې د هغه په اړه پېشګویانې موندلی شوې:

ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ

هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، \\\\[…]

– سورت الاعرف ۷:۱۵۷ –

که د حضرت محمد (ﷺ) د زېږېدو نه پېړۍ مخکې په پخوانیو اسماني کتابونو کې د هغه د راتګ اعلان شوی و، نو کافرانو سره د دې خبرې د منلو لپاره خورا کلک دلایل موجود وو چې هغه واقعا په رښتيا سره د خدای له لوري رالېږل شوی دی.


تر اوسه پورې چې مونږ په کومو خبرو بحث کړی دی، له هغې څخه مونږ باید دې پایلې ته ورسېږو چې د قرآن شريف د مستند والي (حققانیت) او الهي کلام کېدو دعوې، او په همدې توګه د حضرت محمد (ﷺ) د نبوت اساس، د پخوانیو اسماني کتابونو په بنیاد ولاړ دی (لاندې انځور ۱ وګورئ).

انځور ۱: قرآن د پخوانیو اسماني کتابونو (تورات، زبور او انجیل) په بنیاد جوړ شوی دی.

خو بیا هم، که څوک وغواړي چې نن ورځ د تورات شريف، زبور شريف او انجیل شريف په لوستلو سره د حضرت محمد (ﷺ) او قرآن شريف دعوې و ازمایي، نو ځینې ستونزې راپورته کېږي. ډېری اسلامي عالمان وایي چې انجیل شريف ورک شوی دی، او د تورات شريف او زبور شريف په اړه بیا زياتره مسلمانان پدې باور دي چې په هغو کې بدلون شوی دی. په هغه وخت کې چې الله تعالی دا کتابونه نازل کړي وو، نو دا په بشپړه توګه پاک او بې عيبه وو، مګر د وخت په تېرېدو سره، خلکو—یا په ځانګړې توګه یهودیانو—په هغو کې بدلونونه وکړل او د انسانانو خپلې غلطې نظریې یې پکې ګډې کړې. له همدې امله، د نننۍ تورات شريف او زبور شريف ټکي او کلمې د باور وړ نه ګڼل کېږي.

آیا دا هم د عقل مطابق پایله ده؟ په راتلونکې مقاله کې به مونږ پدې خبره پام راټول کړو چې قرآن کریم د تورات شريف د باور وړ کېدو یا نه کېدو په اړه څه وایي. د دې موضوع د تحقيق لپاره، مونږ له تاسو، ګران لوستونکي څخه هیله کوو چې بلې مقالې ته راشئ: