قرآن او تورات

ایا په تورات کې د محمد په اړه پیشګويي شوې وه؟

د اسماني صحيفو د پیشګوییو شاوخوا دلیلونه ارزیابي کول

د هغې یو دلیل چې ولې مسلمانان باید د تورات مطالعې ته ليواله وي دا دی چې د قرآن له مخې په هغې کې د محمد په اړه پیشګویۍ شته:

ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَـٰلَ ٱلَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي

– سورة الأعراف ۷:۱۵۷ –

قرآن ټول انسانان، او خصوصاً اهلِ کتاب، د محمد پیغمبر په پیروۍ کولو هڅوي. د دې برابره اصلي وجه دا ده چې ګویا د محمد ذکر د دوی په خپلو اسماني کتابونو کې لیکل شوی دی.

له همدې امله، د تورات په لوستلو سره باید اهلِ کتاب قانع شي چې محمد د خدای رښتینی رسول دی. په همدې تګلاره سورة البقرة ۲:۱۴۶ کې ویل شوي:

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًۭا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، يا قرآن يا اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي

– سورة البقرة ۲:۱۴۶ –

دا آیت دا په ګوته کوي چې اهلِ کتاب، کومو ته چې الله تعالیٰ کتاب ورکړی و، محمد د الله د رښتیني پیغمبر په توګه پېژني ځکه چې دوی د هغه په اړه په خپلو کتابونو کې لوستلي دي.

خو ځینې مسلمانان په دې باور دي چې کوم تورات چې نن موږ سره موجود دی، په هغې کې نور د محمد په اړه پیشګویۍ نشته، ځکه چې یهودیانو په هغې کې تحریف کړی او دا پیشګویۍ یې ترې لیرې کړې دي.

ایا دا ممکنه ده؟ کله چې محمد سورة الأعراف ۷:۱۵۷ او سورة البقرة ۲:۱۴۶ تلاوت کول، نو الله دا نقطه څرګنده کړه چې هغه تورات چې د محمد په وخت کې موجود و، د هغه د راتګ محفوظې پیشګویۍ په کې وې.

که نه، نو محمد به ولې کافران د خپل رښتینولۍ په نیت داسې یو کتاب ته راجع کول چې تحریف شوی و او د ده په اړه به نورې پیشګویۍ په کې نه وې؟

دا خبره هیڅ منطق نه لري. تر ټولو مهمه دا چې، ماہرینِ آثارِ قدیمه د تورات ډېرې نسخې موندلي دي چې د محمد له وخته پخوا او د هغه په وخت کې لیکل شوې وې!

د دې معنی دا ده چې موږ هغه تورات پیژنو او راسره شته چې محمد ورته اشاره کوله.

کله چې موږ د محمد له وخته د مخکې، د هغه د وخت او له هغې وروسته د تورات نسخې سره مقایسه کوو، نو موږ وینو چې په هغې کې خورا لږ بدلون راغلی دی.

کوم تورات چې نن موږ سره دی، دا د محمد له وخته مخکې او د هغه د وخت له تورات سره فوق العاده حد پورې یو شان دی.

له همدې امله، موږ د محمد د دې ادعا ازموینه د هغه تورات په لوستلو سره کولی شو چې نن راسره موجود دی — هغه تورات چې ډېر مسلمانان ادعا کوي چې لا هم د محمد پیشګویۍ په کې شته!


اوس موږ د تورات یوې برخې ته پام اړوو. ډېری مسلمانان په دې باور دي چې دا آیتونه د محمد یوه پیشګویي ده. په هغې کې موسیٰ د بنی اسرائيلو خلکو ته داسې وایي:

خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ. ۱۶ په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ. ۱۷ نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ صحيح سوال کړے دے. ۱۸ زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى. ۱۹ هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.

– د تورات شريف پينځم کِتاب ۱۸:۱۵-۱۹ –

په دې متن کې، موسیٰ د بنی اسرائيلو خلکو ته د یو راتلونکي پیغمبر د راتګ خبر ورکوي. د دغه پیغمبر دوو ځانګړتیاوو ته پام وکړئ: ۱) هغه به ‘زما/ستاسو په شان’ وي، یعنی د موسیٰ په شان؛ ۲) هغه به ‘ستاسو/د دوی د ورونو له منځه’ وي، یعنی د بني اسرائيلو د ورونو له ډلې څخه.

راځئ چې له لومړي شرط څخه پیل وکړو — چې راپیدا کېدونکی پیغمبر به “د موسیٰ په شان” وي. اسلامي عالمان استدلال کوي چې محمد په ډېرو لارو کې “د موسیٰ په شان” و — دواړه سیاستوال وو، د نوي شریعت احکام یې راوړل، او خپل خلک یې په هجرت کې رهبري کړل (د ظلم څخه استوګنه بدلول).

د اسلامي نقطه‌نظر څخه، محمد په کټ مټ ډول د الله تعالیٰ کلام تلاوت کاوه، لکه څنګه چې موسیٰ کاوه. له همدې امله، سړی ویلی شي چې محمد “د موسیٰ په شان” کېدو شرط پوره کوي.

خو، په تېره مقاله کې موږ ولیدل چې محمد د حرا په غار کې د وحي او پیغمبرۍ د ترلاسه کولو په طریقه کې د موسیٰ په شان نه و.

دوهم شرط بیانوي چې راپیدا کېدونکی پیغمبر به د بني اسرائيلو د ورونو له منځه وي. اسلامي عالمان دا په ګوته کوي چې عربان د اسماعیل اولادونه دي، او یهودیان د اسحاق اولادونه دي.

څرنګه چې اسماعیل او اضحاق سکه نه وو بلکې ميرني (پلاارني) ورونه وو، نو محمد، چې یو عرب و، به دا پیشګويي پوره کړې وي. خو، راځئ لاندې ټکو ته غور وکړو:

  1. په سیاق او سباق کې که وکتل شي، ‘ستاسو/د دوی د ورونو له منځه’ اصطلاح معنی دا ده چې راپیدا کېدونکی پیغمبر باید د بني اسرائيلو له دوولسو قبیلو څخه د یوې قبیلې وي. د دې معنی دا ده چې هغه باید یهودي وي. حال دا چې محمد یهودي نه و.
  2. که موږ دا تفسیر هم ومنو چې ‘ستاسو/د دوی د ورونو له منځه’ اصطلاح معنی دا ده چې پیغمبر کېدای شي اسماعیلي وي، بیا هم موږ سره یوه ستونزه شته: لکه څنګه چې موږ پخوا ولیدل، تورات د دې خبرې هیڅ تائید نه کوي چې محمد د اسماعیل له نسل څخه و. نه اسماعیل په مکه کې لوی شوی و چیرته چې محمد زیږیدلی و، او نه د هغه اولادونه. هیڅ داسې نښه نشته چې هغه یا د هغه اولادونه حتی یو ځل هم مکې ته راغلي وي. سربېره پر دې، هغه د عربې ښځې سره واده نه و کړی بلکې د مصر له سیمې د یوې ښځې سره یې واده کړی و. له همدې امله، د هغه مستقیم اولادونه غیر عرب وو. نو ځکه، موږ سره هیڅ داسې ثبوت نشته چې محمد د اسماعیل له نسل څخه و او له همدې امله د راتلونکي پیغمبر په اړه د موسیٰ پیشګویي پوره کړه.

د تورات یوه بله برخه چې ځینې مسلمانان په دې باور دي چې د محمد په اړه پیشګویي ده، د تورات په بلکې بالکل اخره کې موندل کېږي.

د موسیٰ له مړینې څخه لږ مخکې، هغه بني اسرائيلو ته په یوه اوږده وینا کې برکت ورکړ. لاندې آیتونه د هغې وینا پیل دی:

۱ دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو. ۲ هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.

– د تورات شريف پينځم کِتاب ۳۳:۱-۲ –

دریو ځایونو ته پام وکړئ: سینا، غر او د فاران غر. سینا هغه ځای دی چې موسیٰ په کې خپله وحي ترلاسه کړه.

ځینې خلک استدلال کوي چې سعیر هغه ځای دی چیرته چې عیسیٰ خپله وحي ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې د فاران غر د مکې غرونو ته اشاره کوي، چیرته چې محمد خپله وحي ترلاسه کړه. له همدې امله، ځینې په دې باور دي چې دا یوه پیشګویي ده چې الله تعالیٰ به شاوخوا ۱۹۰۰ کاله وروسته محمد ته وحي ورکوي.

ګرانه لوستونکیه، که تاسو زموږ پخوانۍ مقاله لوستې وي، نو تاسو دمخه پوهېږئ چې ایا دا تفسیر کوم معنی لري که نه.

وروسته له هغه چې موسیٰ او بني اسرائيل له مصر څخه فرعون پریښود، دوی کنعان ته روان وو، هغه وعده شوې ځمکه چې نننی فلسطین دی.

کله چې دوی د کنعان پولو ته ورسېدل، نو دوی د سیمې معلومولو لپاره سړي ولېږل. تورات وایي:

هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول

۲۶ او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل.

– د تورات شريف څلورم کِتاب

۱۳:۲۵-۲۶ –

پام وکړئ چې څنګه دې څارونکو يوازې څلوېښت ورځې واخيستې چې له فاران څخه په فلسطین کې وعده شوې ځمکې ته لاړ شي، هغې ځمکه وڅاري، او بېرته راستانه شي! که فاران مکې ته نږدې وای، نو یوازې یوې خوا ته تلو به شاوخوا ۴۰ ورځې اخیستې وې!

په مجموع کې، دې سفر (تلل او راتلل) به د دوی ۸۰ ورځې اخیستې وې، او هغې لخوا د هغې ځمکې موندلو لپاره چې کوم وخت پکار و، هغه بېل.

سربېره پر دې، دا متن د فاران موقعیت له “قادس” سره نښلوي، کوم چې د سینا په جزیره نما (نننی مصر) کې د وعده شوې ځمکې په پوله کې موقعیت لري.

دا ښیې چې فاران — چې د تورات له مخې اسماعیل هم هلته استوګن شوی و — مکې ته هیڅکله نږدې کېدای نشو .

مکه په تورات کې بالکل هیڅ رول نه لري. له همدې امله، استثناء ۳۳:۲ د محمد په اړه پیشګویي نه ده.

ټول هغه څه چې دا آیت وایي، د هغې هماغه صفا معنی ده کله چې موږ دا په ساده ډول لولو — چې خُدای دغو ځایونو (سینا، سعیر او فاران) ته هغه وخت راغی کله چې بني اسرائيل په دښته کې سرګردانه وو — له مصر څخه له تېښتې وروسته او کنعان ته له تګ دمخه.

له همدې امله، دا آیت د تېرو پېښو په اړه خبرې کوي، نه د راتلونکو پېښو په اړه.


د پائلې په توګه، موږ د دې په اړه څه ویلی شو چې ایا په تورات کې د محمد پیشګویۍ شته که نه؟

که قرآن حق وي، نو په تورات کې باید د محمد پیشګویۍ وي، ځکه قرآن وایي چې اهلِ کتاب کولی شي په هغې کې د محمد په اړه لیکل شوي ومومي (سورة الأعراف ۷:۱۵۷).

خو، د تورات له دې آیتونو څخه هیڅ یو هم د محمد په اړه نه دی، او نه هم موږ د محمد یا د هغه د پیروانو بله کومه توضیحات موندلی شو، حتی د تورات په هغو نسخو کې هم چې د محمد د وخت او له هغې مخکې تاریخ لري.

ګرانه لوستونکیه، په دې ټکو موږ د لومړۍ برخې “قرآن او تورات” د وروستۍ مقالې پای ته ورسېدلو. راځئ چې تر اوسه پورې د ټولو مقالو مهمې نقطې لنډې کړو. مهرباني وکړئ لوستلو ته دوام ورکړئ: