قرآن شريف د حضرت محمد (ﷺ) په وخت کې د تورات شريف په اړه څه وایي؟
د اسلام له مخې، په ټوله کایناتو کې تر ټولو لویه او مهمه کتاب قرآن کریم دی. دا د الهي ارادې څرګندونه او د ټولو معجزو نه لویه معجزه ده.
خو د قرآن شريف د لوړوالي سره، یو بل کتاب هم شته چې ډېر زیات ارزښت لري: او هغه تورات شريف دی.
د څلورو غټو اسلامي کتابونو (تورات شريف، زبور شريف، انجیل شريف او قرآن شريف) څخه، تورات شريف د ټولو نه اول د خدای پاک لخوا نازل کړی شوی دی.
په دې کې ډېرې داسې بنیادي قيصې شته چې په قرآن شريف کې هم راغلي دي، لکه په جنت کې د حضرت ادم او حوا عليهم السلام، د حضرت نوح عليه السلام او د طوفان، او په مصر کې د حضرت یوسف عليه السلام قيصه.
تورات شريف په حضرت موسی عليه السلام نازل شوی دی، څوک چې په ټول قرآن شريف کې یو له تر ټولو مهمو او تر ټولو زیات یاد کړی شو یو پیغمبرانو څخه دی.
خو بیا هم، اکثره مسلمانان په دې باور دي چې نن سبا کوم تورات شريف زمونږ سره شته، هغه د خدای پاک اصلي او پاکه وحی نده ده پاتېو, په هغې کې بدلون شوی دی.
د وخت په تېرېدو سره، خلکو په متن کې تغیرات کړي او د الله تعالی په وحی کې یې خپلې غلطې انساني نظریې ګډې کړې دي. ځکه نو د نن ورځې تورات شريف نور د باور وړ ندی.
په دې مقاله کې به مونږ په ډېر غور سره د دې دعوې څېړنه کوو چې آیا تورات شريف رښتیا هم بدل شوی دی که نه.
اصلي پوښتنه دا ده: د قرآن شريف د نازلېدو په وخت کې، پخپله قرآن شريف د تورات شريف د باور د وړتیا په اړه څه وایي؟
آیا قرآن شريف وایي چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه (اوومه پېړۍ) کې کوم تورات شريف موجود و، هغه بدل شوی و که د باور وړ و؟ راځئ چې دا په ګډه معلومه کړو.
۱) سورت البقره – “د هغه كتاب تصدىق كوونكى دى چې له تاسو سره دى”
اولنی متن چې مونږ به ورته ګورو، هغه د سورت البقره ۰۴ او ۱۴ آیتونه دي:
يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّـٰىَ فَٱرْهَبُونِ ٤٠
وَءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا۟ أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا وَإِيَّـٰىَ فَٱتَّقُونِ ٤١
اى بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ
او تاسو ايمان راوړئ پر هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدىق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ايتونو سره لږ قيمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ
– سورت البقره ۲:۰۴-۱۴ –
دلته مخاطب څوک دی؟ ۰۴م آیت په ‘اى بني اسرائيلو’ باندې شروع کېږي. ځکه نو، الله پاک یهودیانو ته خطاب کوي.
خو په نښه شوي یهودیان په ټیکه کوم یو دي—آیا هغه یهودیان چې د رسول الله (ﷺ) په زمانه کې اوسېدل، که د هغې نه د مخکې زمانې، لکه د حضرت موسی عليه السلام د وخت؟
په ۱۴ آیت کې فرمایي: ‘تاسو ايمان راوړئ پر هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدىق كوونكى دى چې له تاسو سره دى’. هغه څه چې د هغوی سره په هغه وخت کې موجود وو، هغه د هغوی اسماني کتابونه وو—په خاصه توګه د تورات شريف کتاب.
که تورات شريف هغه کتاب وي چې د هغوی سره موجود و، نو بیا “هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى” نه مراد صرف او صرف قرآن کریم کېدی شي.
څرنګه چې الله پاک یهودیانو ته په قرآن شريف باندې د ایمان راوړلو حکم کوي، نو لازمه ده چې دا کتاب هغه وخت نازل شوی و، او دا یهودیان د نبي کریم (ﷺ) د خپل وخت خلک وو.
د نبي کریم (ﷺ) د وخت دغو خلکو یهودیانو ته ولې په قرآن شريف د ایمان راوړلو حکم وشو؟
ځکه چې دې کتاب د هغه څه تصدیق کولو کوم چې په تورات شريف کې د هغوی “سره موجود” و. د دغو آیتونو په رڼا کې مونږ دې نتیجې ته رسيږو چې د رسول الله (ﷺ) په زمانه کې د یهودیانو سره کوم تورات شريف و، هغه سلامت و او د قرآن شريف سره یې سمون خوړلو، او دا د هغوی دپاره یوه نښه وه چې حضرت محمد (ﷺ) یو رښتېنې پیغمبر دی.
۲) سورت الاعراف – “خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي”
راځئ د قرآن شريف بلې برخې ته وګرځو—سورت الاعراف ۷۵۱ آیت:
ٱلَّذِينَيَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًاعِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِوَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَيُحَرِّمُعَلَيْهِمُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَـٰلَ ٱلَّتِىكَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُوَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُٱلْمُفْلِحُونَ
هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي
– سورت الاعراف ۷:۱۵۷ –
یو ځل بیا مونږ باید تپوس وکړو، چې دلته مخاطب څوک دی؟ دا آیت د داسې خلکو په اړه خبرې کوي چې د ځان سره تورات شريف او انجیل شريف لري. ځکه نو، معلومه خبره ده چې مراد ترې یهودیان او عیسویان دي.
دا یهودیان او عیسویان په کومه زمانه کې اوسېدل؟ متن وایي چې دا خلک ‘د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي’، چې هغه حضرت محمد (ﷺ) دی.
ځکه نو، دلته مخاطب خلک ضرور د رسول الله (ﷺ) د وخت یهودیان او عیسویان دي، نه د هغې نه د مخکې زمانې، ځکه هغوی د رسول الله (ﷺ) د پېدا کېدو نه مخکې د هغه پیروي نه شوه کولای.
د دې آیت مطابق، د اهلِ کتابو کوم خلک چې د نبي کریم (ﷺ) په زمانه کې اوسېدل او د هغه منونکي وو، هغوی د خپل ځان سره په اسماني کتابونو کې د هغه په اړه پیشنګویۍ (زېري) موندلی شوې.
نو لدې څخه مونږ بيا کومه نتیجه اخستلى شو؟ دا چې تورات شريف, یا کم از کم د تورات شريف هغه برخې چې د حضرت محمد (ﷺ) په اړه خبرې کوي, په اوومه پېړۍ کې خوندي او سلامتى وې.
که داسې نه وی، نو حضرت محمد (ﷺ) به د خپل وخت خلکو ته دا نه وی ویلي چې د هغه ذکر یا صفتونه د هغوی په تورات شريف کې شته دی.
۳) سورت المایده – ” د الله حكم”
کله چې په مدینه منوره کې رسول الله (ﷺ) د اسلامي ریاست د مشر په توګه مخې ته راغی، نو هغوئ په ټولنه کې د جګړو او شخړو د فیصلو کولو ذمه واري هم لرله، حتی د یهودیانو په منځ کې هم.
د سورت المایده په ۲۴ آیت کې، الله پاک رسول الله (ﷺ) ته حکم کوي چې یا په انصاف سره د هغوی فیصله وکړي او یا د هغوی د جنجالونو نه غاړه غړوي. په ورپسې آیت کې داسې فرمایي:
وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُٱلتَّوْرَىٰةُ فِيهَا حُكْمُ ٱللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚوَمَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ
او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات شته، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي
– سورت المائده ۵:۴۳ –
دا آیت وایي چې کوم یهودیان رسول الله (ﷺ) ته د فیصلې دپاره راغلي وو، هغوی ته پکار وو چې خپلې پرېکړې یې پخپله کړې وی، ځکه الله پاک ورته تورات شريف ورکړی و چې په هغې کې پرېکړې کولای شي.
د رسول الله (ﷺ) په زمانه کې د تورات شريف د اعتبار په اړه د دې خبرې څه مطلب دی؟ مطلب یې دا دی چې په هغه وخت کې د یهودیانو سره شته تورات, یا کم از کم په هغې کې موجود د قوانینو ضابطه, سلامته او پر ځای وه.
ورپسې آیت په اوومه پېړۍ کې د تورات شريف د قوانینو په اعتبار باندې نور هم زور راوړي:
إِنَّآأَنزَلْنَا ٱلتَّوْرَىٰةَ فِيهَا هُدًۭى وَنُورٌۭ ۚ يَحْكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَأَسْلَمُوا۟ لِلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلرَّبَّـٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ بِمَاٱسْتُحْفِظُوا۟ مِن كِتَـٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ عَلَيْهِ شُهَدَآءَ ۚ فَلَاتَخْشَوُا۟ ٱلنَّاسَ وَٱخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًۭاقَلِيلًۭا ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُٱلْكَـٰفِرُونَ
بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي
– سورت المائده ۵:۴۴ –
دغو لاندې درېو ټکو ته پام وکړئ:
- تورات شريف ‘هدایت او رڼا’ بلل شوی دی، هغه بیانونه چې د الهي منبع او رښتینولۍ ښیي او په نورو ځایونو کې د قرآن شريف لپاره کارول شوي دي.
- آیت وایي چې پیغمبرانو د تورات شريف په اساس فیصلې کولې. لکه په نه ماتېدونکې زنځیر کې، له حضرت موسی عليه السلام تر حضرت عیسی عليه السلام پورې هر پیغمبر د تورات شريف په اساس فیصله کاوه، چې دا ښیي چې په تورات شريف کې د قوانینو ضابطه د باور وړه وه. دا د ورثېدنى زنځیر په سورت البقره ۲:۷۸ کې هم تایید شوی دی.
- په سورت المائده ۵:۴۴ په وروستۍ کرښه کې، الله پاک په هغو یهودیانو ملامتیا وایي چې رسول الله (ﷺ) ته راغلي وو ځکه هغوی د هغه معیار له مخې پرېکړه نه کوله کوم چې الله تعالی ورکړی و: ‘چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي’. که په تورات شريف کې قوانین بدل کړی شوي وی، نو یهودیان به د هغې له مخې په فیصله نه کولو ملامتیا نه وی ګاللي. دا ښیي چې په تورات شريف کې د قوانینو ضابطه نه یوازې د حضرت عیسی عليه السلام په وخت کې، بلکې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې هم سلامته وه.
دا ښیي چې په تورات شريف کې د قوانینو ضابطه نه یوازې د حضرت عیسی عليه السلام په وخت کې، بلکې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې هم سلامته وه. سورت داسې جاري پاتې کېږي:
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفْسَ بِٱلنَّفْسِ وَٱلْعَيْنَ بِٱلْعَيْنِ وَٱلْأَنفَ بِٱلْأَنفِ وَٱلْأُذُنَ بِٱلْأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلْجُرُوحَ قِصَاصٌۭ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٌۭ لَّهُۥ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ٤٥
وَقَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًۭى وَنُورٌۭ وَمُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَهُدًۭى وَمَوْعِظَةًۭ لِّلْمُتَّقِينَ ٤٦
او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د دغه (مجرم) لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي
او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و
– سورت المائده ۵:۵۴-۶۴ –
دا دواړه ایتونه د هغې خبرې تائید کوي کومه چې مونږ د پاسه یاده کړه.
- په ۶۴ آیت کې واضح ښودل شوي چې کله حضرت عیسی عليه السلام راغی، نو هغه د خپل وخت د موجود تورات شريف تصدیق وکړ.
- په ۵۴ آیت کې فرمایي چې که د مدینې منورې یهودیانو د الله تعالی د نازل کړي کتاب, تورات شريف, له مخې پرېکړه نه کوله، نو هغوی به ظالمان ګڼل کېدل. ځکه نو، هغه قوانین چې د مدینې د یهودیانو په تورات شريف کې وو، باید چې تر رسول الله (ﷺ) تر زمانې پورې خوندي او بدل شوي نه وی.
که دا ټول پېدا شوي ټکي راغونډ کړو، نو په سورت المایده کې مونږ ته د اوومې پېړۍ د تورات شريف په اعتبار باندې ګڼ شمیر دلیلونه ترلاسه کېږي.
د قرآن شريف نه علاوه، احادیث هم د سورت المایده د ۱۴ نه تر ۷۴ آیتونو شالید (پس منظر) وړاندې کوي کوم چې د دغې نتیجې پوره ملاتړ کوي.
په صحیح مسلم کې مونږ د یو یهودي په اړه لولو چې زنا یې کړې وه او د یهودو مشرانو ورته د کوړو وهلو او د مخ تورولو سزا ورکړې وه.
کله چې د الله رسول (ﷺ) هغه ولید، نو د یهودو له یو عالم نه یې تپوس وکړ چې آیا په تورات شريف کې د زنا همدا سزا شته ده؟
هغه عالم جواب ورکړ “نه”، او د تورات شريف له نسخې (لوح) څخه یې تائید کړه چې په هغې کې د زنا سزا رجم (په تیږو ویشتل/سنګسار) ده.
په دې توګه، حضرت محمد (ﷺ) د هغه سړي د رجم کولو حکم وکړ.حضرت محمد (ﷺ) د خپلې زمانې د موجود تورات شريف په اساس فیصله وکړه، چې دا ښیي چې په هغه وخت کې د تورات شريف د احکامو متن صحیح او بې بدله و.
۴) سورت یونس – ” هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي ”
بله برخه چې مونږ به ورته ګورو، هغه د سورت یونس ۴۹ آیت دی:
فَإِن كُنتَفِى شَكٍّۢ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَاتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ
نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شک كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه
– سورت یونس ۱۰:۹۴ –
که څه هم دا آیت د ګرامر له مخې نبي کریم (ﷺ) ته متوجه دی، خو په تفاسیرو کې پوهان په دې متفق دي چې اصل مخاطبین د مکې منکرين او عام شک کوونکي خلک دي. دغو خلکو په څه کې شک کولو؟
په سورت یونس کې د پیغمبرانو څو داسې قیصې راغلې دي چې تر ټولو لومړی په تورات شريف کې بیان شوې وې، لکه د حضرت نوح عليه السلام او د غټ طوفان قیصه (۱۷-۳۷ آیتونه) او د فرعون په وړاندې د حضرت موسی او هارون عليهم السلام قیصه (۵۷-۲۹ آیتونه).
ځکه نو مفسرین په دې باور دي چې د مکې د خلکو شکونه د پیغمبرانو د دغو قیصو په اړه وو کومې چې رسول الله (ﷺ) تلاوت کولې.
که هغوی په دې شک درلود چې په قرآن کې د پیغمبرانو دا قیصې رښتیا دي، نو قرآن ورته وایي چې هغوی د اهل کتابو څخه پښتنه کولای شي, او د عیسویانو په پرتله دلته ډېر احتمال د یهودیانو دی، ځکه په دې سورت کې ذکر شوې قیصې په تورات شريف کې شته دي.
که هغوی غوښتل چې د پوره ډاډ دپاره دا خبره بیا وګوري، نو هغوی د عبدالله بن سلام (رض) نه تپوس کولای شو، څوک چې د یهودو یو لوی عالم (حبر) رهبر و او بیا مسلمان شوی و.
عبدالله بن سلام او نورو یهودیانو به شک کوونکو ته دا خبره تائید کړې وی چې په قرآن کې د پیغمبرانو بیان شوې قیصې پوره د تورات شريف د قیصو موافق دي.
د رسول الله (ﷺ) په زمانه کې د تورات شريف د خونديتوب په اړه د دې خبرې څه مطلب دی؟
دا بالکل څرګنده ده چې د تورات شريف متن, یا کم از کم په هغې کې د پیغمبرانو د قیصو برخه, په هغه وخت کې سلامته او بې بدله پاتې وه.
راځئ یوې نتیجې ته ورسېږو. د مقالې په شروع کې مونږ دا پوښتنه کړې وه: “آیا قرآن وایي چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه (اوومه پېړۍ) کې کوم تورات شريف موجود و، هغه بدل شوی و که د باور وړ و؟ “
که څه هم د سورت البقره ۲:۰۴-۱۴ آیتونو په عمومي توګه په هغه وخت کې د تورات شريف د متن په اعتبار باندې رڼا اچوله، خو نورو برخو بیا د تورات شريف د ځانګړو برخو د باور وړتیا تائید کړه:
- د حضرت محمد (ﷺ) په اړه پیشنګویۍ او زېري (۷:۷۵۱)
- د قوانینو او احکامو ضابطه (۵:۳۴-۷۴)
- د پیغمبرانو قیصې (۰۱:۴۹)
که څه هم ځینې مسلمانان دا دعوه کوي چې د قرآن ځینې آیتونه وایي چې تورات شريف بدل شوی دی—خو په ډېر غور سره کتنه د دې برعکس ښکاره کوي.
د دې نه علاوه، د تورات شريف په دغو درېو برخو خو په هر حال هېڅ اثر نه و پرېوتی، ځکه چې د دغو برخو خوندي توب د هغو آیتونو څخه ثابت دی کوم چې مونږ په دې مقاله کې وڅېړل.
دا خبره بیا مونږ بلې پوښتنې ته بیايي: آیا د نن ورځې تورات شريف کټ مټ هغه تورات شريف دی کوم چې د حضرت محمد (ﷺ) په زمانه کې و؟ د دې د معلومولو دپاره، محترمه لوستونکیه مونږ تاته بلې مقالې ته د ورتلو بلنه درکوو.