قرآن او تورات

ایا قرآن د تورات په بنیاد جوړ شوی دی؟

د لومړۍ برخې لنډیز - "قرآن او تورات"

ګرانه لوستونکیه، راځه چې د تېرو مقالو مهمې نقطې لنډې کړو. موږ لومړی دا ولیدل چې قرآن د پخوانیو اسماني کتابونو، د تورات په ګډون، د تصدیق کولو یا پوره کولو ادعا کوي.

دا د دې ثبوت ګڼل کېږي چې قرآن د الله کلام دی او محمد یو رښتینی پیغمبر دی. همدا شان، د نن ورځې تورات د اکثرو مسلمانانو لخوا تحریف شوی ګڼل کېږي او له همدې امله د محمد د پیغبرۍ ثابتولو لپاره بې ګټې ګڼل کېږي.

د بېلابېلو سورتونو په کتلو سره، موږ ولیدل چې قرآن څنګه بیانوي چې تورات — یا لږ تر لږه د محمد په اړه پیشګویۍ، د یهودیانو د شریعت احکام، او په تورات کې د پیغمبرانو قصی — د محمد تر وخته پورې محفوظى وى.

قرآن د تورات د لفظي تحریف هیڅ ثبوت نه وړاندې کوي.

څرنګه چې موږ د تورات نسخې لرو — د محمد د وخت او له هغې نه پېړۍ پخوا — په ځانګړي ډول د بحر المیت (د مړ سمندرګي) نسخې چې د عیسیٰ له وخته هم پخوانۍ دي — نو موږ د محمد د وخت د تورات متن لرو او پوهېږو چې په هغې کې څه ویل شوي وو.

په قرآن او تورات کې د یوسف علیه السلام د قصې په مقایسه کولو سره، موږ د دواړو کتابونو ترمنځ بې شمیره اختلافات ولیدل، سره له دې چې په قرآن کې (۱۰:۹۴، ۱۲:۱۱۱) بیان شوی چې دا قصی باید سره یو شان وي.

د اختلافاتو زیاتوالي او د هغوی ماهیت ته په کتلو سره، دا په دواړو کتابونو کې یو شان قصه نه ده او یو لیکوال نشي کولای دا دواړه قصی لیکلي وي.

موږ دا هم ولیدل چې زياتره اختلافات دومره غټ وو چې د کاتبانو (لیکوالانو) د غلطیو په توګه نه شي تشریح کېدای.

سربېره پر دې، دا اختلافات هیڅ ډول عقیدوي، سیاسی یا اخلاقي اهمیت نه لري چې یهودیان یې د متن بدلولو ته هڅولي وي.

څرنګه چې دا اختلافات دومره غټ دي چې تصادفي نشي کېدای، او بیا هم دومره بې معنی دي چې یهودیانو به یې د بدلولو هیڅ سبب نه درلود، نو تر ټولو ساده او احتمالي وضاحت دا دی چې په تورات کې دا تفصیلات محفوظ پاتې دي، سره له دې چې قرآن بل څه وایي.

یو ګام نور وړاندې تلو سره، موږ ولیدل چې په تورات کې ابراهیم او اسماعیل هیڅکله مکې ته یا د هغې نږدې سیمو ته نه دي تللي.

له همدې امله، هغوی کعبه نه شوای جوړولای، کوم چې د اسلام یو له بنيادي ادعاوو څخه ده.

په دې ترڅ کې، موږ ولیدل چې د اسلام د ادعا برعکس، نه اسماعیل او نه د هغه اولادونه په مکه کې لوی شوي وو. اسماعیل د کومې عربې ښځې سره نه، بلکې د مصر د سیمې د یوې ښځې سره واده کړی وو.

له همدې امله، محمد د سماعيل يا د ابراهيم له نسله نشو کيداى. حال دا چې د محمد د خدای د رښتیني پیغمبر کېدو لپاره دا ډول نسب اړین و.

سربېره پر دې، موږ دا وڅېړله چې محمد په پیل کې فکر کاوه چې د حرا په غار کې له فرښتې سره د هغه په لیدنه کې څه غلطی وه.

هغه تر هغه وخته باور نه کاوه ترڅو چې ورقه — چې پخپله په غار کې موجود نه و — محمد ته دا ډاډ ورنکړ چې هغه یو رښتینی پیغمبر و.

خو د ورقه دا نظر چې محمد یو رښتینی پیغمبر و، د محمد د تجربې او په بلېدونکي بوټي کې له فرښتې سره د موسیٰ د لیدنې ترمنځ په احتمالي ورتوالي ولاړ و.

خو لکه څنګه چې موږ ولیدل، د دواړو سړیو تجربې په بنيادي توګه توپیر درلود. کومه فرښته چې موسیٰ ته ښکاره شوې وه، هغه د هغې فرښتې په شان نه وه چې محمد ته ښکاره شوې وه.

دا په ډاګه کوي چې ورقه غلط و او د محمد لومړنی احساس درست و چې له هغه سره څه بد شوي وو.

ستونزه دا وه چې محمد نابلده (امی) و او د عبراني ژبې تورات یې نه شو لوستلی، او له همدې امله یې دا نه شو تصدیقولی چې د ورقه ادعاوې رښتیا وې که نه.

نور دا چې، د مدينې يهوديانو د پيغمبرانو د قصو په اړه محمد ته څه ویلي وو، د هغې د تصدیق لپاره د تورات په کتلو کې د محمد نه وړتیا تر ټولو ساده وضاحت دی چې ولې په قرآن او تورات کې د پیغمبرانو قصی دومره ډېر توپیرونه لري.

په پای کې، موږ دا ادعا وڅېړله چې محمد په تورات کې پیشګویي شوی دی.

لکه څنګه چې موږ په دقت سره د دې کتنې پر مهال ولیدل، په تورات کې د محمد په اړه هغه دوه پیشګویۍ چې مسلمانان یې ډېر یادونه کوي، د محمد په اړه خبرې نه کوي. برعکس د هغه څه چې قرآن وایي، په تورات کې داسې هیڅ آیت نه موندل کېږي چې هغه ته اشاره وکړي.


ګرانه لوستونکیه، د لومړۍ برخې “قرآن او تورات” پای ته په رسېدو سره، کیدای شي ستاسو فکر په منطقی ډول بدل شوی وي.

کیدای شي تاسو پخوا باور درلود چې قرآن د خدای وحي ده او تورات د باور وړ نه دی. خو شاید اوس تاسو بل ډول فکر کوئ.

موږ هیله لرو چې په دې مقالو کې زموږ بحثونو په تاسو کې دا لیوالتیا راپارولې وي چې پوه شئ خدای په حقیقت کې څوک دی او د هغه کلام په حقیقت کې موږ ته څه زده کوي.

له همدې امله، ګرانه لوستونکیه، موږ تاسو ته د دوهمې برخې “د تورات پیغام” لوستلو بلنه درکوو. زموږ پخه عَقیده ده چې په دې کې به تاسو د خپل روح لپاره رښتیا او داسې خبرې ومومئ چې تر شاتو هم خوږې دي. مهرباني وکړئ لوستلو ته دوام ورکړئ: