قرآن او تورات

“آیا د حراء په غار کې فرښته هم هغه فرښته وه کومه چې په بلېدونکي بټي اور کې وه؟ "

د موسیٰ د طریقې په توګه د محمد د لومړني دعوت څېړنه

په ۶۱۰ عیسوي کال کې یوه غېر طبیعي پېښه وسوه چې د تاریخ لاره یې بدله کړه. یو څلوېښت کلن سوداګر چې د عربو په بېابان کې یې د تنهایۍ هڅه کوله، یوه بې اندازې اغېزمنه تجربه وکړه—هغه د حراء په غار کې له یوې فرښتې سره مخ شو. دا لیدنه د اسلامي دور پیل و.

د دې پېښې شالید په حدیث کې دی. د صحیح البخاري (حدیث ۳) له مخې، محمد به د حراء غار ته په خلوت کې تللو، چېرته چې به هغه د ډېرو ورځو لپاره پرله پسې د الله عبادت کاوه.

یوه ورځ، کله چې هغه په غار کې و، جبرائیل فرښته ورته راغله او ورته یې د لوستلو امر وکړ، چې نبي ورته په ځواب کې وویل: «زه لوستل نه شم کولای».

محمد وایي، «هغې ملائکې زه ونیولم (په غېږ کې) او زور يې راکړ، تر دې چې ستړی يې کړم. بیا یې زه پرېښودم او ویې ویل ولوله، ما ورته وویل: ‘زه لوستونکی نه یم’. دویم وار یې زه ونیولم او زور يې راکړ تر دې چې زه بېسکه (بې طاقته) شوم، بیا یې زه پرېښودم او ویې ویل ولوله، ما وویل: ‘زه په لوستلو نه پوهیږم’. په دریم ځل یې بیا ونیولم او زور یې راکړ. بیا یې پرېښودم او ویې ویل: ‘ولوله د خپل رب په نوم سره، چې انسان یې د ټینګې وینې څخه پیدا کړ. ولوله! او ستا رب د ټولو نه لوی او عزتمند دی’» دا هغه الفاظ دي چې نن مونږ یې په سورت العلق ۹۶:۱-۳ کې موندلی شو—دا لومړي الفاظ وو چې محمد کله هم تلاوت کړي وو.

حديث داسې روانېږي: «بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه (د قرآن کریم لومړي ایتونه چې نازل شول) ولوستل په داسې حال کې چې د نبي صلی الله علیه وسلم زړه رپېدو. هغه خدیجې بنت خویلد رضي الله عنها ته راغی او ویې ویل: ‘ما ونغاړئ (ما پټ کړئ)!’ نو یې ونغاړه، تر دې چې د نبي صلی الله علیه وسلم وېره ختمه شوه. بیا یې خدیجې رضي الله عنها ته ټوله واقعه بیان کړه او ویې فرمایل: ‘ما سره د خپل ځان ویره ده’. خدیجې رضي الله عنها ورته وویل: ‘هېڅ کله به الله تاسو رسوا نه کړي. تاسو خپلوانو سره خپلولي پالئ، د کمزورو بوج په ځان اخلئ، محتاجانو (بېوځلو) ته ګټه رسوئ، مېلمه پالنه کوئ، او د حق په لار کې مصیبتونو کې مرسته کوئ’. بیا خدیجې رضي الله عنها له نبي صلی الله علیه وسلم سره ورقه بن نوفل بن اسد بن عبدالعزی ته لاړه چې هغه د خدیجې رضي الله عنها د تره زوی و. هغه د جاهلیت په زمانه کې نصراني (عیسوي) شوی و او په عبراني ژبه یې کتاب لیکلو. هغه ړوند او بوډا شوی و او څومره به چې الله ورته توفیق ورکاوه هغه به يې لیکلو.»

«خدیجې ورته وویل: ‘ای زما د تره زویه، د خپل وراره خبره واوره!’ نو ورقه نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: ‘ای وراره، ته څه وینې؟ (څه خبره ده، څه دې لیدلي دي)’ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې څه لیدلي و هغه یې ورته بیان کړل. ورقه نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل چې دا هغه ناموس (پرښته) ده چې الله تعالی په حضرت موسی علیه السلام نازله کړې وه. افسوس چې زه ځوان وای. کاشکې چې زه تر هغه وخته پورې ژوندی وای چې کله ستا قوم به تا له خپل کلي وباسي.’ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ‘ایا هغوی به ما وباسي؟’ ورقه ځواب ورکړ: ‘هو، کوم څه (دین) چې تا راوړی دی، دا چې هر چا راوړی دی، هغه سره دښمني شوې ده. که زه ستا زمانه کې ژوندی وم نو زه به ستا پوره مرسته او ملاتړ وکړم’. بیا زیات وخت نه وه تېر چې ورقه وفات شو او د وحیې راتلو بهیر د څه مودې لپاره وځنډېد.»


راځئ د دې حدیث خلاصه وکړو. فرښته په غار کې له محمد سره ویني او هغه په کلکه فشاروي—تر دې چې سا یې بندهېږي. بیا هغه محمد ته د سورة العلق لومړي ایاتونه وایي او د هغوی د تلاوت کولو ټینګار ورته کوي.

ویرېدلی محمد خدیجې ته بېرته ستنېږي او ورنه غواړي چې هغه ونغاړي. په پیل کې، هغه فکر کوي چې له هغه سره په شوې تجربه کې څه خرابي وه. داسې نه ښکاري چې هغه په ډاډه زړه پوهېدلو چې دا فرښته د الله له لوري وه او هغه یو پیغمبر دی.

خدیجه هغه ته ډاډ ورکوي او خپل د تره زوی ورقه ته یې بیایي، څوک چې هم په ورته ډول محمد ته ډاډ ورکوي چې هغه په ریښتیا د خدای له لوري استول شوی. څنګه؟

په دې تشریح کولو سره چې کومه فرښته له هغه سره مخ شوې وه، دا هم هغه وه کومه چې موسٰى ته څرګنده شوې وه. له دې امله، د ورقه مقصد دا دی چې محمد یو رښتینی پیغمبر دی ځکه چې هغه ته په هماغه ډول وحې راغلې ده څنګه چې لوی پیغمبر موسٰى ته راغلې وه.

ورقه موسٰى ته د فرښتې د څرګندېدو د کومې کیسې په اړه فکر کاوه؟ هغه څه ونه ویل، مګر داسې یوازې یوه کیسه ده چې هغه ورته اشاره کولای شوه: موسٰى ته په بلېدونکي بټي (اور/بوټي) کې د فرښتې څرګندېدل.

ولې؟ ځکه چې موسٰى په دې موقع له خدای څخه خپله لومړنۍ وحې او الهي بلنه ترلاسه کړه، درست لکه څنګه چې پیړۍ وروسته محمد د حراء په غار کې ترلاسه کړه.

له فرښتې سره د موسٰى لیدنه د محمد له زېږېدو ډېر وخت وړاندې په تورات کې لیکل شوې وه.

دا خبره په نښه کول مهم دي چې ورقه یوازې د تورات بیان ته اشاره کولای شوه، نه قرآن ته، ځکه چې په هغه وخت کې د قرآن کریم یوازې پنځه ایاتونه (سورة العلق ۹۶:۱-۵) نازل شوي وو—او په هغوی کې د موسٰى او بلېدونکي بوټي په اړه هیڅ نه دي ویل شوي!

ورقه ولې فکر کاوه چې کومه فرښته موسٰى ته څرګنده شوې وه دا هم هغه وه کومه چې محمد ته څرګنده شوه؟

غالباً، هغه فکر کاوه چې دا کیسې سره ورته دي. راځئ تورات ته وګورو او ګورو چې ایا واقعاً داسې ده. ایا کیسې په حقیقت کې ورته دي؟ دا به له موږ سره مرسته وکړي چې معلومه کړو ایا فرښته په دواړو موقعو کې یوه وه. راځئ چې معلومه یې کړو.


د حدیث په څېر، تورات موسٰى په بېابان کې یوازې بیانوي. کله چې موسٰى د رمى ښيون و، د خدای فرښته هغه ته څرګنده شوه:

۲ هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله. ۳

هغۀ د ځان سره وفرمائيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا جاړه ولې نۀ سوزيږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“ ۴

چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”بلی زۀ حاضر يم.“

۵ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.

۶ زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.

۷ بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،

۸ نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.

۹ ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.

۱۰ اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“

۱۱ خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“

۱۲ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“

۱۳ خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې کله زۀ بنى اِسرائيلو له ورشم او ورته ووايم، چې زۀ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو ته رالېږلے يم، هغوئ به زما نه تپوس وکړى چې د هغۀ څۀ نوم دے؟ نو زۀ هغوئ ته څۀ ووايم؟“

۱۴ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى.

۱۵ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى. ۱۶

لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.

– د تورات شريف دوېم کِتاب ۳:۲-۱۶ –

د تورات له مخې دا د موسٰى د بعثت پیل و. له دې بیان څخه څه شی روښانه کېږي؟

  1. فرښته په ارامه وه. د محمد د بعثت په مقابل کې، هلته هیچا بې رحمي نه وه، زبردستي نه وه، ساه بندول نه وو چې نږدې و د مړینې سبب شي. بالعکس.

    فرښته مهربانه او رحمدله څرګنده شوه، او ویې ویل چې هغه د بني اسرائيلو مظلومو خلکو د ژغورلو او د یوې ښې ځمکې خوا ته د هغوی د بیولو لپاره راغلې ده (اياتونه ۷-۸).

    موسٰى له هیبت او درناوي ډک شو (ایت ۶)، مګر داسې له فلج کوونکې ویرې نه چې له هغه سره څه خراب شوي دي.

  2. کومې فرښتې چې موسٰى ته ظهور وکړ په ښکاره ډول یې وویل چې کومې خبرې هغه کوي د خدای له لوري دي. په مقابل کې، کومې فرښتې چې محمد ته ظهور وکړ خپله پیژندګلوي یې روښانه نه کړه.
  3. په پایله کې، موسٰى له پیله پوهېدلو چې هغه د خدای له لوري ګمارل شوی دی. مګر محمد یوازې هغه وخت باور وکړو چې الله ورته د نبوت نعمت ورکړی کله چې خدیجې او ورقه هغه قانع کړو.
  4. موسٰى ته یو روښانه مسؤلیت ورکړل شوی و: “فرعون ته لاړ شه او د بني اسرائيلو خلک له مصر څخه وباسه!” (ایت ۱۰). محمد ته د لوستلو وویل شول، مګر هغه ته کوم روښانه ماموریت ورنکړل شو.
  5. څو ایاتونه وروسته، موږ لولو چې څنګه خدای موسٰى ته معجزې وښودلې چې که خلکو پرې باور ونه کړو هغه یې کولای شي. له دغو معجزو څخه یوه د موسٰى د امسا په ښامار بدلېدل وو:

    مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا امسا ده.“ ۳ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله موسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو او موسىٰ ترې نه منډه کړه. ۴ نو بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ورټيټ شه او د لکۍ نه يې کلک راونيسه.“ نو موسىٰ ورټيټ شو او راوې نيولو او بيا ترې نه امسا جوړه شوه.

    – د تورات شریف دوېم کِتاب ۴:۲-۴ –

    د موسٰى برعکس، محمد ته له خپل لومړني بعثت وروسته د ښودلو لپاره هیڅ معجزې ورنکړل شوې. له همدې امله، د هغه لپاره د خپل شاوخوا خلکو ته د دې ثابتولو هیڅ لاره نه وه چې دا لومړنۍ وحې د خدای له لوري وه.

  6. وروسته له دې چې موسٰى له خدای څخه لارښوونې ترلاسه کړې، هغه په بېابان کې له خپل ورور هارون سره وکتل (خروج ۴:۲۷-۲۸).

    موسٰى دمخه پوهېدلو چې هغه یو پیغمبر دی، او هغه خپله هارون قانع کړو چې خدای ورسره خبرې کړې دي. هغه په نورو خلکو انحصار نه کاوه چې هغه ته د هغه د خپلې تجربې په اړه ووایي— هارون نه درلودل چې موسٰى په کوم څه قانع کړي.

    په مقابل کې، محمد د خپلې تجربې په اړه بد احساس درلود او خدیجې ورته ډاډ ورکړ چې له هغه سره به هیڅ بد ونه شي.

  7. موسٰى او هارون په ګډه د بني اسرائيلو د خلکو مشرانو ته لاړل (خروج ۴:۲۹). هارون مشرانو ته هر څه وویل چې له موسٰى سره شوي وو، او کله چې هغوی معجزې ولیدلې، هغوی باور وکړ چې موسٰى په رښتیا د خدای له خوا رابلل شوی دی (خروج ۴:۳۰-۳۱). موسٰى هیڅکله شک ونه کړو او نه د بني اسرائيلو مشرانو د هغه قانع کول درلودل.

بل خوا، کله چې محمد له خدیجې سره ورقه ته لاړو، هغه ډاډه نه و چې فرښته د خدای له خوا ده. هغه یوازې هغه وخت قانع شو کله چې هغه د خپلې تجربې په اړه د ورقه په فهم تکیه وکړه.

موسٰى نور قانع کوي چې هغه پیغمبر دی، مګر محمد ډاډه نه دی چې هغه پیغمبر دی ترڅو چې نور هغه قانع کړي چې څه چې هغه تجربه کړي وو له هغه څه توپیر درلود چې ده فکر کاوه. په هرصورت، خدیجې او ورقه به څنګه پوهېدل چې ایا محمد وحې ترلاسه کړې ده که نه او ایا فرښته هماغه وه؟ هغوی په غار کې حاضر نه وو.


په ټولیز ډول، موږ ګورو چې دا دواړه کیسې ډېرې توپیر لري. محمد په هماغه ډول وحې ترلاسه نه کړه څنګه چې موسٰى ترلاسه کړې وه. کومه فرښته چې موسٰى ته ښکاره شوې وه دا هغه نه وه کومه چې محمد ته ښکاره شوه. ورقه غلط و. بدبختانه، محمد نه شو کولای د تورات کې د موسٰى د کیسې په لوستلو سره د ورقه د ادعاوو تصدیق وکړي، ځکه چې هغه عبراني نه شو لوستلی.

ایا دا ممکنه ده چې محمد له خپل لومړني احساس سره سم و—چې له فرښتې او له ټولې تجربې سره څه ستونزه وه؟

ګرانه لوستونکیه، په بل مضمون کې به موږ د قرآن دا ادعا وڅېړو چې د محمد وړاندوینه په تورات کې شوې ده. مهرباني وکړئ لوستلو ته دوام ورکړئ: