آیا د نن سبا تورات شريف د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې د تورات شريف په څېر دی؟
څنګه چې مونږ په تېرو مقالو کې دا ثابته کړې ده (‘آیا د حضرت محمد (ﷺ) په وخت کې تورات شريف بدل شوی و؟’، هم ‘آیا قرآن شريف دا ښایي چې تورات شريف بدل یا خراب شوی و؟’ وګورئ) چې د اوومې صدۍ تورات شريف, یا لږ تر لږه، د تورات شريف درې مهمې برخې, د باور وړ وې، نو اوس تر ټولو مهم سوال دا دی:
آیا مونږ پوهېدلی شو چې په دغه تورات شريف کې څه لیکل شوي وو؟ که مونږ په دې نه شو پوهېدلی، نو تر اوسه چې مونږ په څه هم بحث کړی دی، هغه بې ګټې دی. ځکه چې یو څوک ویلی شي، “هو، د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې تورات شريف خو سم و، خو د هغه نه وروسته خلکو په کې بدلون کړی دی!” د دې مطلب به دا وي چې نن سبا هم زمونږ سره تحریف شوی تورات شريف دی!
د دې خبرې د معلومولو لپاره چې په اصلي تورات شريف کې څه لیکل شوي وو، مونږ ته د تورات شريف داسې نسخو ته ضرورت دی چې د حضرت محمد (ﷺ) د زمانې یا د هغې نه د مخکې وخت وي.
که چېرې زمونږ سره داسې قلمي نسخې وی، نو مونږ به په هغه متن پوه شوي وو په کوم چې حضرت محمد (ﷺ) باور کړی و او مونږ به هم ورباندې د باور کولو جوګه وو. خو آیا زمونږ سره داسې نسخې شته؟
په ۷۴۹۱ کال کې، دوو بدوي شپنو شاید د شلمې صدۍ تر ټولو لويه لرغونې (ارکیالوجیکل) کشفیا رابرسېره کړه.
د مړ سیند سره نزدې د ويسټ بينک په غښتلي سيمه کې په يو غار کې، هغوئ ته د يهودي صحيفو پخوانۍ عبراني قلمي نسخې وموندل شوې چې زمانه يې د ۰۵۲ قبل له ميلاد نه تر ۰۷ ميلادي پورې ده (د حضرت محمد (ﷺ) د زېږون نه څو سوه کاله وړاندې).
په دغو قلمي نسخو کې، چې مړسیند طومارونه بلل کېږي (انځور ۱ وګورئ)، د تورات شريف ځینې برخې شاملې دي. د دې لومړي کشف نه وروسته، لرغونپوهانو د تورات شريف ګڼ شمېر نورې نسخې هم وموندلې، چې که ټولې یو ځای کړی شي نو د تورات شريف یوه لویه برخه پوره کوي.
لرغونپوهانو د تورات شريف د یوناني ژباړې مکملې قلمي نسخې هم موندلې دي، چې تاریخ یې د حضرت محمد (ﷺ) څخه څو پېړۍ مخکې وخت ته رسېږي.
د دې ترڅنګ، د تورات شريف د سریاني ژباړې لومړنۍ نسخې هم موندل شوې دي. د دغو قلمي نسخو تاریخ په تقريبي توګه د حضرت محمد (ﷺ) د ژوند مبارک د زمانې یا د هغې نه د مخکې وخت دی.
کله چې مونږ د تورات شريف د هغو قلمي نسخو مقابله کوو کومې چې د حضرت محمد (ﷺ) نه مخکې، د هغه په زمانه کې، او د هغه د وفات نه څو صدۍ وروسته لیکل شوې وې، نو مونږ ته پته لګي چې دا یو بل ته بې حده ورته دي (انځور ۲ وګورئ).
که څه هم په کې ځینې واړه واړه فرقونه شته، خو د دغو زیاتره توپیرونو وضاحت د نسخو د نقل کولو او وړاندې رسولو د طریقې (خطاګانو) له لارې په اسانۍ سره کېدی شي، او دا د تورات شريف په هېڅ کومې مهمې تاریخي یا عقیدوي دعوې باندې اثر نه اچوي.
دا ښیي چې یهودي کاتبانو (لیکوالانو) دا متن په احتیاط سره خوندي سره ساتلی و.
څنګه چې زمونږ د نن سبا د تورات شريف ژباړې په هغو قلمي نسخو ولاړې دي کومې چې په انځور ۲ کې ښودل شوې دي، نو مونږ نن هغه تورات شريف لوستلی شو چې د اوومې صدۍ د تورات شريف د متن عکاسي کوي, یعنې د هغه تورات شريف په اړه چې په قرآن شريف کې ورته اشاره شوې او تایید یې شوی دی.
لکه څنګه چې زمونږ په تعارفي مقاله کې مخکې هم ذکر شوي دي، قرآن کریم تورات شريف ته د یو داسې ثبوت په توګه اشاره کوي چې دا (قرآن شريف) د الله تعالی جل جلاله له لوري رښتنې وحې ده او حضرت محمد (ﷺ) د هغه رښتنې پېغمبر دی.
سورت یوسف (آیت ۱۱۱) د هغو لارو څخه یوه لاره ښیي چې په هغې سره قرآن شريف د تورات شريف تصدیق کوي او دا ثابتوي چې حضرت محمد (ﷺ) په حقه د الله تعالی له لوري لېږل شوی و:
لَقَدْ كَانَفِى قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًۭايُفْتَرَىٰ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّشَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ
یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن شريف) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وى او لېكن (دغه قرآن شريف) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل بیان دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پررسول) ایمان لري.
– سورة یوسف ۱۲:۱۱۱. –
دلته قرآن شريف وایي چې تورات شريف د قرآن شريف تصدیق کوي، حتی د پېغمبرانو د قصو په واړو خبرو کې هم. له همدې امله، کله چې مونږ په قرآن شريف کې د ذکر شویو قصو موازنه په تورات شريف کې د هم هغو قصو سره کوو، نو زمونږ دا تمه پکار ده چې دا به تر جزئیاتو پورې یو بل سره سمون خوري، یا لږ تر لږه، یو د بل په ضد به نه وي. که چېرې دا یو بل سره سمون خوري، نو دا ثابتوي چې حضرت محمد (ﷺ) یو رښتنې پېغمبر دی. د یو نا ليستي (امې) انسان په توګه د تورات شريف د لوستلو د نشتوالي باوجود د قصو په جزئیاتو باندې د هغه پوهېدل دا ښیي چې هغوی ته دا علم یقیناً د الهي وحې له لارې مېلاو ور کړ شوی و.
راځئ چې په دواړو کتابونو کې د «تر ټولو غوره قصې ښه بیان», يعنې د حضرت یوسف علیه السلام د قصې, په موازنې کولو سره دا معلومه کړو: