قرآن او تورات

آیا په قرآن شريف او تورات شريف کې تر ټولو غوره قيصې یو له بل سره یو شان دي؟

په دواړو کتابونو کې د حخرت یوسف علیه السلام د قيصې مقایسه کول

په تېرو مقالو کې ‘آیا د حخرت محمد (ﷺ) په وخت کې تورات شريف بدل شوی و؟’ (هم ‘آیا قرآن شريف دا ښایي چې تورات شريف بدل یا خراب شوی و؟’ وګورئ)، مونږ ثابته کړې ده چې قرآن شريف د حخرت محمد (ﷺ) په وخت کې او له هغه څخه مخکې په تورات شريف کې د پیغمبرانو د قيصو د باوري توب تصدیق کوي.

څنګه چې هغه تورات شريف چې نن مونږ یې لوستلی شو، د حخرت محمد (ﷺ) د زمانې او له هغې نه د مخکې زمانې د نسخو نه اخیستل شوی دی، نو مونږ پوهېږو چې زمونږ سره د هماغه تورات شريف نسخه شته د کوم چې قرآن شريف ذکر کوي، او اوس مونږ په هغې باندې په تفصیل سره نظر اچولی شو.

په دې مقاله کې به مونږ په خاصه توګه د حخرت یوسف علیه السلام په قيصه باندې توجه وکړو، کومې ته چې په قرآن شريف کې ‘احسن القصص’ یا تر ټولو غوره قيصه ویل شوې ده او په دواړو مقدسو کتابونو کې راغلې ده. په سورت یوسف ۳:۲۱ کې، الله تعالی جل جلاله حخرت محمد (ﷺ) ته فرمایي:

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ ٱلْقَصَصِ بِمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَهَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلْغَـٰفِلِينَ

(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قيصه) اوروو، د دې قرآن شريف په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن شريف له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې

– سورت یوسف ۳:۲۱ –

یهودیان له پېړیو راهیسې د حخرت یوسف علیه السلام په قيصه پوهېدل، ځکه چې دا د دوی د تورات شريف یوه لویه برخه ده. خو د حخرت محمد (ﷺ) لپاره خبره داسې نه وه.

لکه څنګه چې په ۳ آیت کې ویل شوي، هغه ‘له ناخبرو څخه’ و. د دې لازمي مطلب دا ندی چې هغه په دې قيصه بیخي خبر نه و، ځکه کېدی شي د هغه ملاقاتونه له عیسویانو او یهودیانو سره شوي وي او هغوی ورته د دې په اړه څه ویلي وي.

خو د دې امکان زیات دی چې هغه د قيصې په جزئیاتو او تفصیلاتو نه و خبر. هغه به څنګه خبر و؟ هغه یو امي (ناخوانده) تن و چې تورات شريف یې نشو لوستلی.

خو د مسلمانانو علماء وایي چې بالاخره یوه معجزه وشوه: هغه دا قيصه په تقريباً ۰۰۱ آیتونو کې په پوره تفصیل سره تلاوت کړه. په قرآن شريف کې د حخرت یوسف علیه السلام د قيصې له ختمېدو نه یوازې څو آیتونه وروسته مونږ لولو:

لَقَدْ كَانَفِى قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًۭا يُفْتَرَىٰ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّشَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ

یقینًایقینًا د دوى (د قيصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن شريف) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن شريف) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پر رسول) ایمان لري

– سورت یوسف ۱۱۱:۲۱ –

قرآن شريف دا دعوه کوي چې دا د پخوانیو نازلو شویو کتابونو تصدیق کوونکی دی، په شمول د تورات شريف. د دې له مخې ویل کیږي چې دا نه یوازې په تورات شريف کې د ذکر شویو عمومي موضوعاتو پیښو تصدیق کوي، بلکې دا ‘د هر شي تفصیل (بیان) دى’، په شمول د تورات شريف د قيصو. په بل عبارت، قرآن شريف د تورات شريف د قيصو د جزئیاتو په پوره امانتدارۍ سره د بیانولو په ذریعه د تورات شريف تصدیق کوي.

دا د دې خبرې د ثبوت په توګه منل کیږي چې حخرت محمد (ﷺ) ته د الله تعالی له طرفه وحې کېدله او هغه د الله تعالی یو رښتیونی رسول دى، ځکه چې د یو امي تن په توګه چې تورات شريف یې نشو لوستلی، د دې قيصو په جزئیاتو پوهېدل د هغه لپاره ممکن نه وو.

نو کله چې مونږ په قرآن شريف کې د حخرت یوسف علیه السلام د قيصې موازنه په تورات شريف کې د هغې د قيصې سره کوو، نو توقع دا پکار ده چې دواړه قيصې ان تر جزئیاتو پورې یو له بل سره پوره برابرې وي.

په لاندې برخه کې به مونږ د دې قيصې دوو خاصو برخو ته وګورو او د تورات شريف له بیان سره به یې مقایسه کړو، چې هغه دا دي: ۱) د حخرت یوسف علیه السلام خوب او د هغه د وژلو لپاره د وروڼو سازش؛ ۲) د حخرت یوسف علیه السلام د فرضي مرګ په اړه د حخرت یعقوب علیه السلام غبرګون.

۱) د حخرت یوسف علیه السلام خوب او د هغه د وژلو لپاره د وروڼو سازش

په قرآن شريف کې د حخرت یوسف علیه السلام قيصه (سورت یوسف ۰۲-۴:۲۱) داسې شروع کيږي: کم عمره حخرت یوسف علیه السلام خپل پلار حخرت یعقوب علیه السلام ته وایي چې هغه یو خوب لیدلی دی چې په هغې کې یوولس ستوري، لمر او سپوږمى هغه ته سجده کوي (۴:۲۱).

حخرت یعقوب علیه السلام هغه ته نصیحت کوي چې د دې خوب په اړه خپلو وروڼو ته څه ونه وایي (۵:۲۱) او هغه ته تسلي ورکوي چې الله تعالی به ورته د خوبونو د تعبیرولو الهي تحفه ورکړي (۶:۲۱).

بیا د حخرت یوسف علیه السلام یوولس وروڼه یو بل ته وایي چې حخرت یوسف علیه السلام او د هغه ورور زمونږ د پلار په وړاندې له مونږ نه زیات ګران دي.

له همدې امله، هغوی سازش کوي چې یا خو حخرت یوسف علیه السلام مړ کړي او یا یې ملک ته واړوى، په دې هیله چې بیا به د پلار پام یوازې د هغوی خوا ته شي (۹:۲۱).

خو یو ورور یې وویل چې هغوی ته پکار نه دي چې حخرت یوسف علیه السلام مړ کړي، بلکې هغه د کوهي تل ته وغورځوي، ترڅو ځینې مسافر هغه راپورته کړي (۰۱:۲۱).

بیا هغوی خپل پلار حخرت یعقوب علیه السلام ته مخ اړوي او ورڅخه غواړي چې حخرت یوسف علیه السلام له دوی سره بهر ولیږي، ترڅو هغه څه وخوري او لوبې وکړي. هغوی ان ورته دا ډاډ هم ورکوي چې دوی به د هغه پوره خیال ساتي (۲۱:۲۱).

حخرت یعقوب علیه السلام، چې په وروڼو یې باور نه درلود (۱۲:۱۱)، لږ په شا شو او وېره یې وښودله چې هسې نه حخرت یوسف علیه السلام شرمخ وخوري (۳۱:۲۱).

وروڼه حخرت یعقوب علیه السلام ته ډاډ ورکوي چې داسې به نه کیږي (۴۱:۲۱). نو، هغوی له حخرت یوسف علیه السلام سره بهر ځي او هغه د کوهي په تل کې غورځوي (۵۱:۲۱).

بیا هغوی په شپه کې خپل پلار ته په ژړا راغلل (۶۱:۲۱). د وروڼو له کور ته ستنېدو وروسته، ځینې سوداګر حخرت یوسف علیه السلام په کوهي کې مومي کله چې هغوی خپل اوبه راښکونکی د اوبو راویستلو لپاره لیږي. هغوی حخرت یوسف علیه السلام له کوهي نه راوباسي او د سپینو زرو په څو سکو باندې یې پر عزیز خرڅوي (۹۱-۲۱:۲۱).

تر دې ځایه، دا د قرآن شريف له مخې د قيصې پیل و. اوس به مونږ وګورو چې په تورات شريف کې دا قيصه څنګه مخکې ځي. دا قيصه  داسې شروع کيږي:

حخرت یوسف علیه السلام د ۷۱ کالو و (۲:۷۳). د حخرت یوسف علیه السلام یوولسو مشرانو وروڼو له هغه نه کرکه کوله ځکه چې د دوی پلار له بل هر چا نه له هغه سره زیاته مینه کوله، او ان د هغه لپاره یې یو ځانګړی رنګارنګ کمیس هم جوړ کړی و (۴-۳:۷۳).

بیا یوه ورځ، حخرت یوسف علیه السلام یو خوب ولید چې په هغې کې هغه او د هغه وروڼه په پټي کې د غنمو ګېډۍ تړي. د دغه ګېډۍ راپورته شوه او نېغه ودرېده، په داسې حال کې چې د دوی ګېډۍ د هغې ګرد چاپېره راټولې شوې او د ده ګېډۍ ته یې سرونه ټیټ کړل.

د دې په نتیجه کې، وروڼو له حخرت یوسف علیه السلام نه نور هم زیاته کرکه پیل کړه (۸-۵:۷۳). بیا هغه بل خوب ولید چې لمر، سپوږمى او یوولس ستوري هغه ته سجده کوي (۹:۷۳).

دا ځل، هغه خپل خوب نه د یوازې خپلو وروڼو ته ووایه بلکې خپل پلار ته یې هم ووایه، چا چې هغه د دغه خوب په خاطر ملامت کړ (۰۱:۷۳).

بیا یوه ورځ وروڼه د شِکم  په نوم یو ځای ته لاړل، کوم چې د حخرت یعقوب علیه السلام له کور نه شاوخوا ۰۸ کلومیټره لرې و، ترڅو هلته خپلې رمې وڅروي.

یو څه وخت وروسته، حخرت یعقوب علیه السلام د هغوی په اړه اندېښمن شو چې له کور نه دومره لرې په څه حال کې دي، نو حخرت یوسف علیه السلام یې ولېږه چې هغوی پیدا کړي او د وروڼو د خیریت احوال ورته راوړي (۴۱-۲۱:۷۳).

حخرت یوسف علیه السلام، چې په اول کې یې د هغوی په پیدا کولو کې تکلیف وګاله، بالاخره په سیمه کې د یو سړي نه پوه شو چې هغوی له شکیم نه هم نور وړاندې د دوتين  په نوم ځای ته تللي دي (۷۱-۵۱:۷۳).

کله چې وروڼو هغه له لرې نه په راتلو ولید، نو د هغه د وژلو پرېکړه یې وکړه (۰۲-۸۱:۷۳). خو یو ورور چې روبین نومېدو، غوښتل یې د حخرت یوسف علیه السلام ژوند وژغوري، نو مشوره یې ورکړه چې هغه مړ نه کړي، بلکې یوازې یې په یو داسې ژور غار (کوهي) کې وغورځوي چې اوبه پا کې نه وي (۲۲-۱۲:۷۳).

نو، کله چې حخرت یوسف علیه السلام رانږدې شو، هغوی له هغه نه هغه رنګارنګ کمیس وویست او په غار کې یې وغورځاوه (۴۲-۳۲:۷۳).

کله چې هغوی د تاجرانو یو کاروان ولید چې مصر ته پر لاره و (۵۲:۷۳)، نو پرېکړه یې وکړه چې حخرت یوسف علیه السلام بېرته راپورته کړي او په دغو سوداګرو باندې یې د سپینو زرو په شلو سکو وپلوري، چا چې هغه بالاخره مصر ته بوتلو.

د خپل پلار د غولولو لپاره، هغوی یوه بزه حلاله کړه، د حخرت یوسف علیه السلام کمیس یې د هغې په وینه کې ډوب کړ، بېرته کور ته لاړل او په وینه لړلی کمیس یې پلار ته وښود ترڅو په ده دا باور راولي چې هغه کوم ځناور خوړلی دی.

تر دې ځایه دا هغه قيصه وه چې په تورات شريف کې لیکل شوې ده. اوس مونږ باید پوښتنه وکړو، آیا دا دواړه یو شان دي؟ ګرانه لوستونکیه، لکه څنګه چې تاسو شاید لیدلي وي، د دواړو بیانونو ترمنځ توپیرونه شتون لري.

خو دا تل یوه ستونزه نه وي. د مثال په توګه، په قرآن شريف کې حخرت یوسف علیه السلام خپل پلار ته یوازې یو خوب وایي (د لمر، سپوږمئ او ستورو په اړه)، په داسې حال کې چې په تورات شريف کې دوه خوبونه دي (د لمر، سپوږمئ او ستورو په اړه او د غنمو د ګېډیو په اړه).

خو یوازې د دې لپاره چې قرآن شريف د غنمو د ګېډیو خوب نه دی ذکر کړی، پدې معنی نده چې قرآن شريف دا دعوه کوي چې دا خوب کله شوی نه و. په دې ځای کې دواړه قيصې جلا دي، مګر یو د بل ضد نه دي. او دا کومه ستونزه نه ده.

خو په نورو توپیرونو کې د دواړو بیانونو ترمنځ مطابقت راوستل ډیر ګران دي. په لاندې ډول مونږ یو څو ذکر کوو:

  1. په قرآن شريف کې، حخرت یوسف علیه السلام یوازې یو کوچنی هلک دی. دا ځکه واضحه ده چې وروڼه یې وایي هغه به بهر ‘لوبې’ وکړي او دوی به د هغه ساتنه وکړي (۲۱:۲۱).

    د مسلمانانو علماء پدې باور دي چې هغه د اوو او نهو کلونو ترمنځ و. خو تورات شريف په ښکاره ډول وایي چې هغه د مخکې نه ۷۱ کلن و (۲:۷۳), یعنې دومره لوی و چې په دښته کې په یوازې ځان د خپلو وروڼو د موندلو لپاره د څو ورځو سفر وکړي.

  2. په قرآن شريف کې، حخرت یوسف علیه السلام خپل خوب یوازې خپل پلار ته په پټه کې ووایه، چا چې د هغه په خوب باندې هیڅ اعتراض ونه کړ.

    په تورات شريف کې، یحخرت یوسف علیه السلام خپل لومړی خوب خپلو وروڼو ته ووایه او بیا یې د لمر، سپوږمئ او یوولسو ستورو په اړه خپل دویم خوب نه یوازې خپل پلار ته، بلکې خپلو وروڼو ته هم ووایه.

    د هغه پلار حخرت یعقوب علیه السلام د هغه لخوا د دې خوبونو بیانول خوښ نه کړل، بلکې د وروڼو په وړاندې یې هغه ملامت کړ.

  3. د پېښو پوره ترتیب او ځای په دواړو بیانونو کې مختلف دی. په قرآن شريف کې، وروڼه په کور کې دي (۰۱-۸:۲۱)، د حخرت یوسف علیه السلام د وژلو سازش کوي او خپل پلار پدې راضي کوي چې هغه له ځان سره بهر بوځي.

    اګر که حخرت یعقوب علیه السلام په اول کې په هغوی باور نه کاوه، خو بالاخره اجازه ورکوي. بیا هغوی ځي، هغه په کوهي کې اچوي او په هماغه ورځ د شپې لخوا بېرته کور ته راستنیږي (۶۱:۲۱).

    په مقابله کې، په تورات شريف کې وروڼه په کور کې نه دي بلکې شاوخوا ۰۰۱ کلومیټره لرې په دوتين کې دي، کوم چې د څو ورځو سفر و، په داسې حال کې چې حخرت یوسف علیه السلام په کور کې و.

    هغوی حخرت یعقوب علیه السلام راضي کړی نه و چې حخرت یوسف علیه السلام له ځان سره بوځي. بلکې، حخرت یعقوب علیه السلام په خپل سر حخرت یوسف علیه السلام لېږلی و ترڅو لاړ شي او وروڼه پیدا کړي.

    وروڼه بیا د حخرت یوسف علیه السلام د وژلو پلان په کور کې نه جوړوي، بلکې په پټي کې جوړوي، کله چې هغوی حخرت یوسف علیه السلام رانږدې کېدونکی ګوري په داسې حال کې چې هغوی په دوتين کې خپلې رمې څرولې. بیا هغوی یوازې څو ورځې وروسته له هغې کور ته راستانه شول کله چې هغوی هغه په کوهي کې غورځولی و.

انځور ۱: نقشه چې د قرآن شريف او تورات شريف د بیانونو ترمنځ د هغه ځای توپیر ښیي چیرته چې حخرت یوسف علیه السلام خرڅ کړی شوی و. په قرآن شريف کې، حخرت یوسف علیه السلام د خپل کور په نږدې سیمه کې خرڅ شوی و، په داسې حال کې چې په تورات شريف کې، هغه له کور نه شاوخوا ۰۰۱ کلومیټره لرې په دوتين کې خرڅ شوی و.

۲) وروڼه حخرت یعقوب علیه السلام ته وایي چې حخرت یوسف علیه السلام مړ دی

د قرآن شريف ۱۶-۱۸ آیتونه فرمایي:

وَجَآءُوٓ أَبَاهُمْ عِشَآءًۭ يَبْكُونَ ١٦

قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَـٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ ۖ وَمَآ أَنتَ بِمُؤْمِنٍۢ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَـٰدِقِينَ ١٧

وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٍۢ كَذِبٍۢ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًۭا ۖ فَصَبْرٌۭ جَمِيلٌۭ ۖ وَٱللَّهُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ ١٨

اودوى خپل پلار ته بېګاه ته (په تیاره كې) راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره)

ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ حخرت یوسف علیه السلام له خپلو اسبابو سره پريښى و، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو

اودوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه لګولې راوړه، حخرت یعقوب علیه السلام وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ

– سورت یوسف ۸۱-۶۱:۲۱ –

په تورات شريف کې د دې اړونده برخه داسې ده:

بيا هغوئ يوچېلے حلال کړو اود يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه. ۲۳

هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“ ۳۳

هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے.زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“ ۴۳

يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئپه غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو. ۵۳

ټول زامن اولوڼه تسلۍ ورکولو له ور له راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثرونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښېتر مرګه پورې ژاړم.“نو هغه د خپل زوئ يوسف په غمکښې غمژن وو.

– پیدایښت ۵۳-۱۳:۷۳ –

مونږ باید یو ځل بیا پوښتنه وکړو، آیا د دواړو متنونو ترمنځ توپیرونه شتون لري او که شته، آیا دا یو د بل ضد دي که د مطابقت وړ دي؟

یو توپیر په سورت یوسف ۷۱:۲۱ کې څرګندیږي. هلته، اشاره داسې ده چې حخرت یوسف علیه السلام ‘شرمخ’ خوړلی دی، پداسې حال کې چې په تورات شريف کې ویل شوي هغه یو ‘ځنګلى ځناور’ خوړلی دی.

خو له دې امله چې شرمخ پخپله یو ځنګلى ځناور دی، نو په دې حالت کې قرآن شريف د تورات شريف مخالفت نه کوي. دا توپیر حل کېدی شي. مګر، راځئ لاندې ټکو ته پام وکړو:

  1. اګر که د ‘شرمخ’ او ‘ځنګلى ځناور’ ترمنځ مطابقت راوستل کېدی شي، خو په قرآن شريف کې دا وروڼه دي چې وایي هغه شرمخ وژلی دی، پداسې حال کې چې په تورات شريف کې وروڼه یوازې حخرت یعقوب علیه السلام ته په وینه لړلی کمیس ښیي؛ او دا بیا پخپله حخرت یعقوب علیه السلام و چې وویل هغه یو ځناور خوړلی دی، نه وروڼو.
  2. – آیا حخرت یعقوب علیه السلام په هر یو بیان کې حخرت یوسف علیه السلام ژوندی ګڼي که مړ؟ په سورت حخرت یوسف علیه السلام ۸۱:۲۱ کې حخرت یعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته وایي: ‘تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى’، پدې معنی چې هغه د دوی په خبره باور ونه کړ. –

    خو په تورات شريف کې حخرت یعقوب علیه السلام وایي: ‘زمازوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے.’(۳۳:۷۳). هغه خپل کالي وشلول، د څو ورځو لپاره یې ماتم وکړ او ان د خپلو ټولو اولادونو لخوا د تسلۍ ورکولو نه یې هم انکار وکړ (۵۳-۴۳:۷۳).


په خلاصه توګه، مونږ باید له هغه څه څخه څه نتیجه واخلو چې تر اوسه مو ورباندې بحث کړی دی؟

– لکه څنګه چې زمونږ د مقالې په پیل کې ذکر شول، قرآن شريف وایي چې دا د تورات شريف تصدیق کوي ان تر دې چې په جزئیاتو کې یې هم (سورت یوسف ۱۱۱:۲۱)، ترڅو خپل الهي اصل ثابت کړي. –

خو مونږ د دواړو کتابونو د قيصې ترمینځ ډیر لوی توپیرونه ولیدل. په قرآن شريف کې قيصه او په تورات شريف کې قيصه یو شان کردارونه او تر یو حده یو رنګ موضوعات لري، مګر دا په هیڅ صورت یوه قيصه نه ده او د یو مصنف لخوا نشي لیکل کېدی.

د دې نه علاوه، کوم مثالونه چې مونږ وکتل دا په قيصو کې یوازیني تضادونه نه دي؛ د مقالې په پای کې، مونږ په ټولیز ډول څلوېښت ذکر کوو, په داسې حال کې چې له دې نه هم د زیاتو ذکر کېدی شي (جدول ۱ وګورئ).

له همدې امله، مونږ پوښتنه کوو، آیا دا ممکنه ده چې دا تضادونه د هغه یهودي کاتبانو (لیکوالانو) لخوا رامینځته شوي وي چا چې په تورات شريف کې لاسوهنه کړې او هلته موجودې قيصې یې بدلې کړې دي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، راځئ لاندې خبرو ته پام وکړو:

  1. په تېرو مقالو کې مونږ دمخه ولیدل چې قرآن شريف پخپله په ۷مه پېړۍ کې د تورات شريف د معتبر توب تصدیق کوي.

    له هغه ځایه چې مونږ د تورات شريف داسې نسخې لرو چې د حخرت محمد (ﷺ) له زېږېدو نه څو پېړۍ مخکې تاریخ لري، نو مونږ پوره باوري کېدی شو چې بې تغبیره (اصلي) تورات شريف څنګه ښکاري.

  2. بیا هم، که مونږ په دې ټینګار وکړو چې تورات شريف بدل شوی دی (که څه هم دا به د قرآن شريف د سند پر ضد وي)، نو مونږ باید پوښتنه وکړو چې د یهودیانو داسې څه مقصد و چې خپل مقدس کتاب، تورات شريف، په داسې جزئیاتو کې بدل کړي چې هیڅ اهمیت نلري.

    که هغوی په قيصه کې داسې شیان بدل کړي وی چې کوم خاص مقصد یې پوره کاوه (مثلاً کومه عقیدوي یا اخلاقي نقطه)، نو شاید یو څوک دلیل وړاندې کړي چې هغوی داسې ولې وکړل.

    مګر هغوی ولې داسې واړه جزئیات بدلول لکه د دې په اړه چې:

    • حخرت یوسف علیه السلام خپل خوبونه چا ته ویلي وو
    • د حخرت یوسف علیه السلام خوب ته د حخرت یعقوب علیه السلام ځواب څه و
    • حخرت یوسف علیه السلام د څو کالو و
    • له کور څخه د تګ او راتګ فاصله څومره وه
    • چا لومړی وویل چې حخرت یوسف علیه السلام شرمخ خوړلی دی
    • په وینه د لړلي کمیس په اړه د حخرت یعقوب علیه السلام غبرګون څه و

    په مختلفو ځایونو کې د خپل مقدس کتاب په ګڼ شمیر نسخو کې د بدلونونو د همغږۍ کولو لپاره، یو چا ته د دې کار لپاره د یو قوي مقصد ضرورت وي.

    خو د داسې وړو او بې اهمیته جزئیاتو بدلول د داسې کولو لپاره کوم مناسب مقصد نه ښکاري.

بیا هم، یو څوک ویلای شي، څه که چیرې یهودیانو دا قيصه په قصدي ډول نه وي بدله کړې بلکې په غیر قصدي ډول ترې بدله شوې وي؛ هغوی نه غوښتل متن بدل کړي بلکې یوازې د کاپي کولو پر مهال ترې غلطۍ شوې دي؟

د دې احتمال دفاع کول هم ګران دي، ځکه مونږ پوهېږو چې د تورات شريف ټولې موندل شوې نسخې یو بل ته ډیرې زیاتې ورته دي.

که څه هم لیکوالانو وخت په وخت غلطۍ کړي دي، مګر په ټولیزه توګه هغوی په خورا حیرانوونکي دقت او رښتینولۍ سره کار کړی دی.

له دې هم اخوا، په دواړو کتابونو کې قيصه نه یوازې په وړو جزئیاتو کې جلا ده (چې په غیر قصدي غلطیو سره یې وضاحت کېدی شي) بلکې د پېښو په پوره ترتیب کې هم جلا ده.

د قيصو بنسټیز جوړښت په بنیادي توګه مختلف دی. ځکه نو، دا ناشونې ده چې دا د غیر قصدي کاپي غلطیو پایله وي.

د دې خبرې تر ټولو ساده وضاحت چې ولې په قرآن شريف او تورات شريف کې د پیغمبرانو قيصې دومره توپیر لري، غالباً دا دی چې حخرت محمد (ﷺ) امي و. هغه د عبراني ژبې تورات شريف نه شو لوستلی، نوځکه یې نه شو کولی هغه څه تصدیق کړي چې د مدینې یهودانو ورته د پیغمبرانو د قيصو په اړه ویل.

ګرانه لوستونکیه، په بله مقاله کې به مونږ یوې بلې قيصې ته نظر واچوو، کومه چې د اسلام په بنیاد پورې زیات تړاو لري – د حخرت ابراهیم او حخرت اسمعیل علیهم السلام لخوا په مکه کې د کعبې د جوړولو قيصه. مهرباني وکړئ، لوستلو ته ادامه ورکړئ.

جدول ۱: په قرآن شريف او تورات شريف کې د حخرت یوسف علیه السلام په قيصه کې څلوېښت تضادونه.
# قرآن شريف تورات شريف

1

د حخرت یوسف علیه السلام بې نومه مور ژوندۍ پاتې کېږي تر هغه چې د قيصې په پای کې له حخرت یعقوب علیه السلام سره حخرت یوسف علیه السلام ته سجده کوي (۱۲:۴، ۹۹-۱۰۰). په دغه وخت کې حخرت یوسف علیه السلام بالغ و، شاید شاوخوا ۴۰-۵۵ کلن.

د حخرت یوسف علیه السلام مور (چې راحیل نومېده) د خپل دویم ماشوم، بنیمین، د زیږون پر مهال مړه شوه. په دغه وخت کې حخرت یوسف علیه السلام لا هم کوچنی هلک و. (پیدایښت ۳۵:۱۶-۲۰)

2

حخرت یوسف علیه السلام کوچنی هلک و کله چې خوب ولید (۱۲:۴-۶).

حخرت یوسف علیه السلام د ۱۷ کلونو و کله چې خوبونه ولیدل (پیدایښت ۳۷:۲، ۵-۱۱).

3

وروڼو د خوب د اوریدلو له امله خپله کرکه د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد نوره نه کړه، ځکه چې هغوی هیڅکله خوب (خوبونه) نه دی اوریدلی (۱۲:۴-۸).

وروڼه له حخرت یوسف علیه السلام نه نور هم زیاته کرکه کړه ځکه چې هغه خپل (لومړی) خوب خپلو وروڼو ته وویل (پیدایښت ۳۷:۵).

4

حخرت یعقوب علیه السلام د حخرت یوسف علیه السلام خوب پر ضد هیڅ اعتراض ونه کړ (۱۲:۵-۶).

حخرت یعقوب علیه السلام د هغه د خوب په خاطر حخرت یوسف علیه السلام «ملامت» کړ (پیدایښت ۳۷:۱۰).

5

د وروڼو حسد یوازې د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد نه و، بلکې د هغه د ورور پر ضد هم، احتمالاً بنیمین (۱۲:۸). وروڼه دواړه د خپل پلار لپاره له خپلو ځانونو نه زیات ګران ګاڼل (۱۲:۸). سربېره پر دې، د حخرت یعقوب علیه السلام له لورې د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد د وروڼو په مقابل کې، یا د حخرت یوسف علیه السلام د ورور بنیمین پر ضد، کوم ځانګړی چلند نه دی بیان شوی.

د وروڼو حسد یوازې د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد و، ځکه چې هغه — نه بنیمین — هغه ځانګړی رنګارنګ کمیس ترلاسه کړی و (پیدایښت ۳۷:۳).

6

وروڼه د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد خپل پلان کور ته نږدې جوړ کړ (۱۲:۸-۱۰)، ځکه چې هغوی خپل پلار ته په کور کې راغلل او اجازه وغوښتل چې حخرت یوسف علیه السلام له ځان سره بوځي (۱۲:۱۱-۱۲).

وروڼه کور ته نږدې نه ول کله چې د حخرت یوسف علیه السلام پر ضد پلان جوړ کړ. هغوی په دوتين کې ول، چې له دوی د کور په حبرون کې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې (پیدایښت ۳۷:۱۲-۱۸).

7

وروڼه خپل پلان جوړ کړ (۱۲:۸-۱۰) مخکې له دې چې حخرت یوسف علیه السلام له کور سره له دوی سره لاړ شي (۱۲:۱۱-۱۲، ۱۵).

وروڼه خپل پلان وروسته جوړ کړ چې حخرت یوسف علیه السلام یوازې له کور څخه لاړ شو (پیدایښت ۳۷:۱۲-۱۸).

8

وروڼه هڅه کوله چې خپل پلار راضي کړي چې دوی ته اجازه ورکړي له حخرت یوسف علیه السلام سره بهر لاړ شي (۱۲:۱۱-۱۴).

دا د حخرت یعقوب علیه السلام نظر و چې حخرت یوسف علیه السلام له کور څخه لېږي ترڅو د وروڼو خیریت وګاري (پیدایښت ۳۷:۱۲-۱۴).

9

حخرت یعقوب علیه السلام په وروڼو باور نه کاوه او اندېښنه لرله چې حخرت یوسف علیه السلام د دوی د ساتنې لاندې زیانمن شي (۱۲:۱۱-۱۳).

حخرت یعقوب علیه السلام په وروڼو باور درلود چې حخرت یوسف علیه السلام یوازې ولېږي ترڅو هغوی پیدا کړي (پیدایښت ۳۷:۱۲-۱۴).

10

هغه کوهي چې وروڼه حخرت یوسف علیه السلام پکې غورځاوه کور ته نږدې وه — دومره نږدې چې وروڼه په هماغه ورځ «ماښام» مخکې کوهي ته لاړ شي او بېرته کور ته راشي (۱۲:۱۵-۱۶).

هغه کوهي چې وروڼه حخرت یوسف علیه السلام پکې غورځاوه په دوتين کې وه، له کور په حبرون کې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې (پیدایښت ۳۷:۱۷، ۲۴).

11

د کاروان غړي حخرت یوسف علیه السلام وموند او له کوهي نه راوباسي (۱۲:۱۹).

وروڼه حخرت یوسف علیه السلام له کوهي نه راوباسي (پیدایښت ۳۷:۲۸).

12

وروڼه حخرت یوسف علیه السلام نه دی پلورلی.

وروڼه حخرت یوسف علیه السلام د کاروان غړو ته وپلوره (پیدایښت ۳۷:۲۸).

13

حخرت یوسف علیه السلام مخکې له دې نه و پلورل شوی چې وروڼه خپل پلار ته راستنېږي (۱۲:۱۵-۱۶، ۱۹-۲۰).

وروڼه حخرت یوسف علیه السلام پلورلی مخکې له دې چې خپل پلار ته راستنېږي (پیدایښت ۳۷:۲۸-۳۲).

14

وروڼه ویل چې حخرت یوسف علیه السلام وژل شوی دی، ویل یې: «شرمخ یې خوړلی دی» (۱۲:۱۷).

وروڼه ونه ویل چې حخرت یوسف علیه السلام وژل شوی دی، ځکه چې هغوی حتی ونه ویل چې وینه لړلی کمیس د حخرت یوسف علیه السلام دی (پیدایښت ۳۷:۳۲).

15

حخرت یعقوب علیه السلام د وروڼو د جوړ شوي بیان چې حخرت یوسف علیه السلام شرمخ خوړلی دی باور نه کړ. حخرت یعقوب علیه السلام پوه شو چې هغوی دروغ ورته وایي.

حخرت یعقوب علیه السلام پخپله پایله واخیستله چې حخرت یوسف علیه السلام د یو ځناور لخوا وژل شوی دی، پرته له دې چې وروڼه کومه ادعا وکړي یا کوم بیان ورکړي (پیدایښت ۳۷:۳۳).

16

حخرت یعقوب علیه السلام پوهېده چې حخرت یوسف علیه السلام ژوندی دی، نه مړ (وګورئ ۱۲:۴-۶، ۱۸، ۸۵-۸۷، ۹۴-۹۷).

حخرت یعقوب علیه السلام باور کاوه چې حخرت یوسف علیه السلام مړ دی (پیدایښت ۳۷:۳۳؛ وګورئ ۴۲:۱۳، ۳۲، ۳۶، ۳۸؛ ۴۳:۱۴؛ ۴۴:۲۰، ۲۸؛ ۴۵:۲۶-۲۸).

17

حخرت یعقوب علیه السلام د حخرت یوسف علیه السلام وروڼو ته د هغه څه تور وړ چې حخرت یوسف علیه السلام ته پېښ شول (۱۲:۱۸).

حخرت یعقوب علیه السلام د حخرت یوسف علیه السلام وروڼو ته د هیڅ شی تور نه وړ او د هغه څه مسؤلیت چې هغه یې د حخرت یوسف علیه السلام سره پېښ شوي باور کاوه پر هغوی نه ورکړ (پیدایښت ۳۷:۳۳-۳۵).

18

ورسته له دې چې عزیز حخرت یوسف علیه السلام واخیست، هغه حخرت یوسف علیه السلام لاهم د کوچني هلک په توګه د خپلې میرمنې د ساتنې او پاملرنې ته وسپارله (۱۲:۲۱).

عزیز (چې پوتیفار نومېږي) حخرت یوسف علیه السلام د خپلې میرمنې د ساتنې او پاملرنې ته نه دی سپارلی، ځکه چې حخرت یوسف علیه السلام یو «سړی» و (پیدایښت ۳۹:۲) چې لا دمخه ۱۷ کلن و (۳۷:۲).

19

په کور کې د عزیز د میرمنې د حخرت یوسف علیه السلام د فتنه کولو په وخت کې یو نارینه سترګه شاهد شتون درلود (۱۲:۲۶).

د پوتیفار میرمنې هغه وخت ته انتظار وکړ چې «په کور کې د کور د سړو څوک نه و» (پیدایښت ۳۹:۱۱).

20

هغوی د دروازې لورې منډه وهله پداسې حال کې چې حخرت یوسف علیه السلام له میرمنې څخه تښتېده (۱۲:۲۵). فعل «منډه وهل» (عربي wa-is’tabaqā) دوه ګونی دی، پدې معنی چې دواړه منډه وهله.

یوازې حخرت یوسف علیه السلام تښتېد، پداسې حال کې چې میرمنه ودرېده او هغه جامه چې هغه په خپله لاس کې پاتې کړې وه نیولې وه (۳۹:۱۲-۱۴).

21

حخرت یوسف علیه السلام هیڅکله له خونه نه ووت، څه چې د کور له وتلو خبره: «هغوی د دروازې لورې منډه وهله \\\\\\[...]، یوازې د خپل خاور په دروازه کې وموند» (۱۲:۲۵). فعل «وموند» (عربي wa-alfayā) دوه ګونی دی، پدې معنی چې دواړه وموند.

حخرت یوسف علیه السلام «تښتېد او له کور څخه ووت»، د پوتیفار میرمنه په کور کې پاتې کړ (پیدایښت ۳۹:۱۲؛ وګورئ آیتونه ۱۳، ۱۵، ۱۸).

22

حخرت یوسف علیه السلام د میرمنې په حضور کې له خاور سره مخ شو.

یوسف (ع) د پوتیفار سره د هغې د میرمنې په حضور کې مخ نه شو (پیدایښت ۳۹:۱۶-۱۸). وروسته له دې چې حخرت یوسف علیه السلام تښتېد او له کور څخه ووت، میرمنه د پوتیفار د کور ته د راستنېدو انتظار وکړ.

23

میرمنه یوازې خپل میرمن سره خبرې وکړې، او د هغه له راتلو مخکې بل چا سره نه (۱۲:۲۵).

میرمنه لومړی د کور د سړو سره خبرې وکړې مخکې له دې چې خپل میرمن سره خبرې وکړي (پیدایښت ۳۹:۱۴).

24

دریمې ډله شاهدي ورکړه چې څه پېښ شوي و (۱۲:۲۶).

دریمې ډله د شاهد په توګه شتون نه درلود. د واقعې په وخت کې په کور کې کوم نارینه شتون نه درلود (پیدایښت ۳۹:۱۱). د پوتیفار میرمنې اړتیا لرله چې په لوړ غږ سره وغږوي ترڅو له بهر څخه سړي بېرته کور ته راوبلي (۳۹:۱۴).

25

عزیز پایله واخیستله چې حخرت یوسف علیه السلام بې ګناه دی او د هغه میرمنه ګناه لرونکې ده (۱۲:۲۸-۲۹).

پوتیفار پایله واخیستله چې حخرت یوسف علیه السلام ګناه لرونکی دی او د هغه میرمنه بې ګناه ده (پیدایښت ۳۹:۱۹-۲۰).

26

د فتنې د واقعې په پایله کې هیڅوک زندان ته نه لاړ او کومه سزا ونه وګالل (۱۲:۲۹).

حخرت یوسف علیه السلام د واقعې د سزا په توګه سمدلاسه زندان ته لاړ (پیدایښت ۳۹:۱۹-۲۰).

27

د عزیز د میرمنې د حخرت یوسف علیه السلام د فتنه کولو له واقعې وروسته او مخکې له دې چې هغه زندان ته لاړ شي نورې پیښې رامنځته شوې. پدې کې شامل دي: د واقعې د خبرو خپرول (۱۲:۳۰)، د ښځو د مېلمستون (۱۲:۳۱-۳۲)، او بیا د حخرت یوسف علیه السلام د زندان لېږدونکې رسمي حکم (۱۲:۳۵).

حخرت یوسف علیه السلام د واقعې وروسته سمدلاسه زندان ته لاړ، کله چې د پوتیفار میرمنه خپل میرمن خبر کړ (پیدایښت ۳۹:۱۹-۲۰).

28

څو سړي حخرت یوسف علیه السلام زندان ته ولېږل (۱۲:۳۵).

یوازې پوتیفار پریکړه وکړه چې حخرت یوسف علیه السلام زندان ته واچوي (پیدایښت ۳۹:۲۰).

29

حخرت یوسف علیه السلام یوازې زندان ته نه دی لیږل شوی؛ دوه نور خدمتګار هم له هغه سره زندان ته لاړل (۱۲:۳۶).

حخرت یوسف علیه السلام یوازې زندان ته لیږل شو (پیدایښت ۳۹:۲۰). یوازې څه وخت وروسته، شرابڅار او پخونکی زندان ته ولېږل شول (پیدایښت ۴۰:۱).

30

دواړه بندیان (شرابڅار او پخونکی) فکر کاوه چې حخرت یوسف علیه السلام د دوی د خوبونو تعبیر کولی شي، نو له هغه څخه غوښتل چې تعبیر کړي (۱۲:۳۶).

دواړه بندیان حخرت یوسف علیه السلام ته وویل: «مونږ خوبونه لیدلي دي او هیڅوک نشته چې تعبیر کړي» (پیدایښت ۴۰:۸).

31

حخرت یوسف علیه السلام د دوو بندیانو د خوبونو تعبیر وروسته له دوو کلونو څخه زیات په زندان کې پاتې شو (۱۲:۴۲).

حخرت یوسف علیه السلام د دوو بندیانو د خوبونو تعبیر وروسته دوه بشپړ کلونه په زندان کې پاتې شو (پیدایښت ۴۱:۱).

32

شرابڅار پادشاه ته ادعا وکړه چې هغه به هغه څوک وي چې د پادشاه خوب تعبیر کړي، شاید د حخرت یوسف علیه السلام پر ځای د اعتبار ترلاسه کولو لپاره (۱۲:۴۵).

شرابڅار په هیڅ صورت ونه ویل چې هغه د فارعون خوبونه تعبیر کولی شي، بلکې ورته وړاندیز وکړ چې حخرت یوسف علیه السلام شاید وړتیا لري، ځکه چې هغه په تېر کې د هغه او د پخونکي خوبونه سم تعبیر کړي وي (پیدایښت ۴۱:۱۲-۱۳).

33

پادشاه نه پوهېده چې شرابڅار زندان ته د حخرت یوسف علیه السلام د لیدلو لپاره لاړ (۱۲:۴۵).

فارعون پوهېده چې حخرت یوسف علیه السلام هغه کس دی چې د هغه سړي د زندان څخه د راوړلو لپاره ولېږل شوي و (پیدایښت ۴۱:۱۴).

34

د پادشاه خوب تعبیر شو پداسې حال کې چې حخرت یوسف علیه السلام لا هم زندان کې و (۱۲:۴۶-۵۰).

د فارعون خوب تعبیر شو پداسې حال کې چې حخرت یوسف علیه السلام له زندان څخه بهر، په ماڼۍ کې و (پیدایښت ۴۱:۱۴-۳۲).

35

پادشاه د حخرت یوسف علیه السلام او د خوبونو د تعبیرولو د هغه د وړتیا په اړه نه دی اوریدلی (۱۲:۴۵).

فارعون د حخرت یوسف علیه السلام مخ ته اعتراف وکړ چې هغه د هغه او د خوبونو د تعبیرولو د هغه د وړتیا په اړه اوریدلی دی (پیدایښت ۴۱:۱۵).

36

ورسته له دې چې حخرت یوسف علیه السلام له زندان څخه خوب تعبیر کړ، پادشاه امر وکړ چې هغه له زندان څخه ورته راوړي (۱۲:۵۰).

فارعون امر وکړ چې حخرت یوسف علیه السلام ورته راوړي مخکې له دې چې یوسف (ع) خوب تعبیر کړي (پیدایښت ۴۱:۱۴).

37

پادشاه حخرت یوسف علیه السلام له زندان څخه د دې نیت سره راوغوښتل چې هغه په دندې وګالي (۱۲:۵۴).

فارعون هیڅ نیت نه درلود چې حخرت یوسف علیه السلام په دندې وګالي کله چې هغه له زندان څخه د خپلو خوبونو د تعبیرولو لپاره راوغوښتل (پیدایښت ۴۱:۱۴).

38

حخرت یوسف علیه السلام خپلو وروڼو ته سخت خبرې نه کړې، بلکې له دوی سره مهرباني وکړه (۱۲:۵۹، ۶۲).

حخرت یوسف علیه السلام «ځان غریبه ښود او له دوی سره سخت خبرې وکړې» (پیدایښت ۴۲:۷).

39

هغه وخت چې لومړی ځل په خرجیو کې پیسې وموندل شوې هغه وخت و کله چې هغوی ټول په کور کې خپل خرجي خلاص کړل (۱۲:۶۵).

هغه وخت چې لومړی ځل په یوه خرجي کې پیسې وموندل شوې هغه وخت و کله چې یو له دوی خپل خرجي د سفر پر مهال د خپلې خره د خوراک ورکولو لپاره خلاص کړ (پیدایښت ۴۲:۲۷).

40

لومړی او یوازینۍ ځل چې وروڼه په خپلو خرجیو کې پیسې وموندلې هغه وخت و کله چې هغوی په کنعان کې په کور کې یوځای خرجي خلاص کړل (۱۲:۶۵).

دا دوهمه ځل وه چې وروڼه په خرجیو کې پیسې وموندلې کله چې هغوی په کنعان کې په کور کې ټول یوځای خرجي خلاص کړل (پیدایښت ۴۲:۳۵). لومړی ځل چې یو له وروڼو په خپل خرجي کې پیسې وموندلې هغه وخت و کله چې دوی د مصر څخه کنعان ته د راستنېدو په لاره کې په یوې استراحت ځای کې ودریدل (۴۲:۲۷-۲۸).